خبرگزاری افغان ایرکا | Afghan Irca News Agency
تاریخ انتشار: 1389/09/14 0:0کد خبر: 2995

حامد کرزی د کرکټ ملی لوبډلې اتلولی وستایله

حامد کرزی د کرکټ ملی لوبډلې اتلولی وستایله - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 1 دقیقه

د جمهوری ریاست له مطبوعاتی دفتره په خپرې شوې خبر پاڼې کې راغلی، چې جمهور رئیس حامد کرزی د انترکانتیننتال کپ په لوبو کې د افغانستان د کرکټ ملی لوبډلې اتلولی وستایله او د دغې سترې بریا له کبله ټول افغان ملت ته مبارکی وایی. په دغو لوبو کې، چې د څلور براعظمونو څخه 7 ټیمونو ګډون کړی و، افغانستان د سکاتلینډ ټیم ته په ماتې ورکولو سره د دغو سیالیو د اتلولۍ جام وګټلو. د یادونې وړ ده، چې افغانستان په دغه ټورنمېنټ کې پر سکاټلیند سربېره کاناډا، ایرلیند، هالنډ او د کینیا لوبډلو ته هم ماتې ورکړې وه.
  • منبع: ایرکا خبری آژانس
  • لینک کوتاه

تگ‌ها:

نظرات مخاطبان