خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishالعربيةپښتو
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
خبرگزاری افغان ایرکا
خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
تاریخ انتشار: 1389/09/14 0:0کد خبر: 2997

هرات لپاره د وسله والو طالبانو مرستيال والي ونيول شو

هرات لپاره د وسله والو طالبانو مرستيال والي ونيول شو - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 1 دقیقه

د هرات ولايت په ګذره ولسوالۍ كې د ملي اردو او پوليسو لخوا په يو لړ تصفيوي عملياتو كې د وسله والو طالبانو دوه تنه وژل شوي او په دغه ولايت كې د طالبانو د والي مرستيال له دوو ملګرو سره يو ځاى نيول شوى. د هرات ولايت د شينډنډ ولسوالۍ د ګارنېزون قومندان سمونوال غلام سخي حسيني كليد ته وويل، چې دغه عمليات تېره شپه د ګذرې ولسوالۍ په خرسنګ كلي كې هغه مهال تر سره شول، چې وسله والو طالبانو د يوه لوړ پوړي دولتي چارواكي د تښتولو پلان درلود. نوموړي زياته كړه، په دغو عملياتو كې، چې يو ساعت يې دوام درلود، ۲ وسله وال طالبان وژل شوي او په هرات كې د طالبانو د مرستيال والي ملا شېر احمد په شمول ۳ وسله وال طالبان لومړى ټپي او وروسته ونيول شول. د حسيني په وينا، له دغه نيول شوي جګپوړي طالب قومندان څخه پلټنې پيل شوي دي. حسيني ډاډ څرګند كړ، چې د ملا شېر احمد په نيول سره به په هرات ښار او اړوندو ولسواليو كې امنيت لا پسې ښه شي. ويل كېږي، چې ډېرى تښتونې، وژنې، وسله والې غلاګانې او چاودنې د همدغه طالب قومندان لخوا پلانېدلې. وسله والو طالبانو لا په دې اړه څه نه دي ويلي.
  • منبع: ايرکا خبري آژانس
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

  • پرونده‌های ویژه خبری
  • اخبار ویژه مهاجرین
  • پربازدیدترین‌ها
  • گزارش
  • علاقه‌مندی‌ها
زبان:
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.