دپاکستان لومړی وزیر وویل اسلام اباد به له افغانستان سره تجاری او ټرانزیټی موافقه تصویب کړی .
زمونږ خبریال وای ټرانزیټی او تجارتی موافقه په تیرې نومبر میاشتې کښې دپاکستان او افغانستان دسوداګرې دوزیرانو ترمینځ په کابل کښې لاسلیک شوی وه خو اسلام اباد تراوسه دپاکستان په پارلمان کښې دهغې دنه تصویبیدا په دلیل اجرا کړی نه ده .
دپاکستان لومړی وزیر یوسف رضا ګیلانی پرون په کابل کښې دافغانستان دسوداګرانو له استازیو سره په کتنې کښې وویل دپاکستان پارلمان به ډیر ژر دافغانستان او پاکستان ترمینځ ټرانزیټی او تجارتی موافقه لاسلیک کړی .
دپاکستان لومړی وزیر دغه راز نړیوالو بازارونو ته دپاکستان دکراچۍ بندر له لارې دافغانستان سوداګرانو دشیانو دصادرولول لپاره دزمینې په برابرولو ټینګار وکړ او ویې ویل دافغانستان سوداګران به له دې وروسته په پاکستان کښې دخپلو شیانو دپاتې کیدا په بڼه کښې دلګښت ورکولو ته مجبوره نه وی .
دافغانستان دسوداګرۍ وزیر انور الحق احدی هم په دغه کتنې کښې داسلام اباد او کابل ترمینځ ټرانزیټی او تجارتی موافقه مهمه وبلله او دهغې په اجرا یې ټینګار وکړ .
دکابل سرچینې وای دپاکستان او افغانستان ترمینځ دتجارتی اړیکو کلنۍ اندازه په 2001 میلادی کال کښې له یویشت میلیونو ډالرو روان کال دوو میلیارډو ډالرو ته زیاته شوی ده .
دغو سرچینو اټکل کړی د دټرانزیټی موافقې داجرا کیدا په بڼه کښې دپاکستان او افغانستان دتجارتی اړیکو اندازه به 2015 میلادی کال کښې پینځو میلیارډو ډالرو ته ورسیږی .
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
تگها: