خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishالعربيةپښتو
فارسیEnglishالعربيةپښتو
• صفحه اصلی
• دسته‌بندی اخبار
• آرشیو اخبار
• چندرسانه‌ای
• تصاویر
• ویژه مهاجرین
• صفحه اصلی
• دسته‌بندی اخبار
• آرشیو اخبار
• چندرسانه‌ای
• تصاویر
خبرگزاری افغان ایرکا
خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
تاریخ انتشار: 1394/10/21 11:57کد خبر: 30728

متن کامل سخنرانی رییس جمهور در ننگرهار

متن کامل سخنرانی رییس جمهور در ننگرهار - خبرگزاری افغان ایرکا

زه هغه کلمات نه لرم چې له تاسو مننه وکړم. حق مو و چې ما ته ډیرې توندې خبرې وکړی او زموږ له ځوان شاعر کاتب شاه نه په ځانګړی توګه مننه کوم چې دا یې بیا په یاد راکړل چې ولې په دې خطیر وخت کې، دې ته حاضر وم چې دغه لوی مسوولیت واخلم.

زمان تقریبی مطالعه: 24 دقیقه

بسم الله الرحمن الرحیم
ډېرو ګرانو ماشومانو، ځوانانو، د نورستان، کڼر، ننګرهار او د لغمان محترمو ولسونو، مشرانو، علمای کرامو، خویندو، وروڼو، محترم والی صاحبانو، د ادارې ټول استازی، جنرال صاحبان، جنرال صاحب وزیری، نور جنرال صاحبان، له کابل نه راغلی، جناب صباوون صاحب، جناب صدیقی صاحب،جناب خپلواک صاحب،جناب وزیر صاحب داخله، زموږ د مشرانو جرګې ډیر محترم رییس صاحب، لوی درستیز، جناب اندارابی صاحب، له اندارابی صاحب سره بلد نه یې، لکه چې هیچ چا یې نوم وا نه خیستې، ټول تحقیقات درباندې همداسې سړې کوی.
ولې ژمنه یې دا ده چې په دغو څلورو ولایتونو کې به غلط کارونه نه کوی. انشا الله تعالی په هیڅ ځای کې به یې نه کوی خو دلته په ځانګړی توګه. جناب شینواری صاحب، داکټر صاحب توریالی، ازمون پاچا څه شو؟ محترمه خور صدیقی، او ټول.
السلام علیکم ورحمت الله و برکاته!
زه هغه کلمات نه لرم چې له تاسو مننه وکړم. حق مو و چې ما ته ډیرې توندې خبرې وکړی او زموږ له ځوان شاعر کاتب شاه نه په ځانګړی توګه مننه کوم چې دا یې بیا په یاد راکړل چې ولې په دې خطیر وخت کې، دې ته حاضر وم چې دغه لوی مسوولیت واخلم.
د ولس غوښتنه په یوه ژبه بدلون ده.مننه چې بدلون غواړی. زما ژمنه درسره همدا ده چې بدلون به په هر قیمت راځی. مننه زموږ له محترم مولوی صاحب نه چې و یې ویل چې بهتره همدا ده چې شهید شې تر څو چې بدنامه لاړ شې. شهادت مې قبول. له تاسو نه مې هر ځل سر قربان.
مننه له دې نه چې لومړې مو دغه مسوولیت ما ته راکړ. که ستاسو اراده نه وای. تاسو خو خبر یاست خلکو درته ویلې چې دا لیونې دی. سبا به یې کوتک راخیستې یې، ټول به مو له دولت نه ویستلې وی.تاسو ویل چې نه سړی په سور دی. ځکه تاسو ډیر ډارولې وم. تاسو همیشه راته ویل چې ډاکتر صاحب لږ په احتیاط ځه.اوس که ما ته و وایې چې په سرعت لاړ شه. زه به په سرعت لاړ شم. اما له ټولو نه مننه د هغو شهادتونو نه چې د نورستان ، کڼر ، ننګرهار او د لغمان خلکو. نه یوازی په دې ولایتونو کې بلکې د هیواد په 34 ولایتونو کې یې قربانې ورکړې. نن چې زه ستاسو په مقابل کې په دې شملې سره درېدلې یم او د افغانستان د ولسمشر په حیث غږیږم.
د افغانستان د دغو بچیو د قربانیو پایله ده.که دوی قربانې نه وه وکړې نن به له موږ نه غوښتنه همدا وه چې په ننوات لاړ شو سولې ته. دغه ولسمشر په ننوات چیرې نه ځی. ددغو بچیو قدر به در ابده موږ ترسره کوو. دا زما د منلو وړ نده چې یو بچۍ د دې خاورې چې سر ورکوی یو کال یې باید وثیقه ونیسی چې دی خپلو حقوقو ته ورسیږی. دا رقم کاغذ بازی منع ده.کله چې یې راوړی جنرال صاحبانو، کله چې ټوپک په لاس کې ورکوی، کله چې د وطن ناموس په لاس کې ورکوی.ورنه یو کال وثیقه غواړی.
زما ژمنه درته یوازې دا نه ده چې د دوی حقوق به در رسیږی بلکې د دوی بچیو پسې به هم زه د خپلو لمسیان په څیر وګرځم او لکه چې مو درته ویلی دی دغه لس زره کورونه چې جوړیږی ستاسو په اجماع به لویه برخه د اردو، پولیسو او د ملی امنیت شهیدانو ته ورکول کیږی. نظام ستاسو ده او تاسو د نظام یاست.لومړی وظیفه د ولسمشرپه اساسی قانون کې نه ده.
لږه درته ټوکه وکړم، زه لاړم یوې ولسوالۍ ته چې سیل راغلې و. زه لاړم (بې غږه) ما ته را نغی .نو ولسوال صاحب ته مې و ویل چې ولې ما ته (بې غږه )هغه و ویل چې زما په ټې وار کې نه و لیکل شوی.
نو زما په ټی وار کې چې اساسی قانون دی نه دی لیکل شوی چې ولس ته غوږ ونیسه.نو اوله خبره مې همدا ده چې تاسو ته به غوږ نیسم. زموږ او ستاسو ژمنه به همدا وی ولسمشر د افغانستان ته جناب قمرالدین شینواری لقب ورکړ.لومړی خادم د افغانستان. د خادم مانا همدا ده چې خادم خپل بادار ته غوږ نیسی زما بادار د افغانستان ولس ده او ولس د افغانستان به بې له ډاره، بې له هیڅ ډول منځګړی نه، هر شی چې یې په زړه کې وی ما ته به وایی.زه مننه کوم چې تاسو له ما سره غږیږۍ. که نظام مو له ځانه نه وای ګڼلې له ما سره به نه غږیدلی. دا د شکر ځای دی.چې ولس خپل دردونه راسره شریکوی او زه مننه کوم. څو موضوعاتو باندې راغلو، زه به په لنډه توګه ورباندې وغږیږم چې ځینې یې عاجل اقدامات دی او ځینې به یې په تدریجې ډول ترسره کړو.لومړی له علمای کرامو نه مننه کوم.
زما ژمنه چې د ارګ او جومات فاصله کمه شی اصلی خبره ده.دومره بستونه چې ما حج او اوقافو وزارت ته ورکړی د افغانستان په تاریخ کې چا نه دی ورکړی.تر اوسه پورې چې تاسو ته نه دی رسیدلی بل کار به وکړو.زه هدایت ورکوم چې نن اول د علماوو مرکز د ننګرهار په زون کې جوړ شی چې علما فوراً زموږ ځواکو سره په کار ونه لویږی. دا به په نورو ځایونو کې تکراریږی. دوهم د امنیت خبره راغله.تاسو ټولو ویلې چې دوه غوښتنې دی یو ژمۍ هره ورځ د ژمۍ عاجل ده او هره ورځ په ژمې کې حرکت په کار ده. دوم مو ویل چې ولسونه حاضر دی چې ځواکونو سره لاس ورکړی.
زما هدایت دا ده چې ټول ولسونه چې حاضر دی ملی اردو او پولیسو سره کار وکړی.محلی پولیسو کې تنظیم شی چې بیرته خپل کورونه واخلی.شینوارو وروڼو درباندې نعره کوم چې ستاسو لنګی مې په سر ده بیرته مو خپل کورونه ونیسئ.
اما حدود دې واضح وی ملی، وطنی او ولسی پاڅونونه اسلامی روحیې او ملی ژمنې باندې دریدلې.صحرایی محکمه په دې ولسونو کې نشته.موږ د صحرا خلک نه یو.موږ د دنیا د لوی تمدن وارثین یو.موږ که څوک په جرم محاکمه کوو نو په محکمې یې محکمه کوو او جزا ورکوو.دا دی د دین عالم دلته کیناستلای. تاسو هم د دین علما یاست.حق د چا د مرګ غیر د علماوو په مشورې او د محکمې د اسناد باندې په بل طریقې روا نه دی.مخصوصا چې خلک راځی او همسایه کیږی درسره.خلک راځی درنه پناه غواړی.په اسلام کې پناه ډیره لویه خبره ده.نو پاڅونونه تنظیمیږی زما هدایت واضح ده دوی به درسره کار کوی.
له دې نه د زړه له کومې مننه کوم چې تاسو و ویل چې دا دوه اړخیز کار دی.حکومت دې حرکت وکړی او ولسونه به ورسره حرکت وکړی.څلورو والی صاحبانو ته مې هدایت دا دی چې ولسونه انسجام کړی.علاوه پر دې اول مننه کوم چې له دې ټولو څلورو ولایتونو نه چې ملې اردو، پولیسو او ملی امنیت کې. مګر کمبودات شته ځوانان دې راشی په سترګو دې راشی او خاصتاً له هغو کسانو نه یې چې ترخیص یې اخیستی.ترخیصیان یو کنډک برابر شو.نور هم راشئ، نور جلب کړئ چې وکړای شو حرکت وکړو. دا ضروره ده. ټولو والی صاحبانو ته مې هدایت ورکړئ چې حق لری چې وګوری او موجودې واخلی. هر چیرې چې کمبودات وی موجودی واخلئ بیرته ګزارش راکړئ. زه ولس ته د دې لپاره راځم چې ولس راته دروغ نه وایی. کاغذ کې چې څه دی باید په حقیقت کې، او دا بهتره چې حقیقت له کاغذه بهتره وی. دوهمه خبره، نو هیله ده چې د امنیت په برخه کې موږ هر اړخیز اقدامات وکړو مګر امنیت چې تاسو و ویل یوازې د امنیتی منسوبینو کار نه دی. د لوی ننګرهار د بچی جناب قاضی القضات نه مننه کوم چې ډیر اساسی اصلاحات یې راوړی دی.د 34 ولایتونو قاضیان یې بدل کړل مبتکر قاضیان یې ایښې دی او د دې په شا کې به په ابتدایی، ښاری او نورو قاضیانو کې به هم بدلون راشی. څارنوالی کې ستونزی دی او څارنوالی ستونزی حل کوو.اما خبره په څه کې ده که قضا کار ونه کړی.د اردو هلی ځلې نتیجې ته نه رسیږی.همدارنګه په حکومتدارۍ کې.
نو غوښتنه مې همدا ده خاصتا له علمای کرامو ، قومی مشرانو او له ټولو حکومتوالو څخه، ځوانانو نه، خویندو او وروڼو نه چې ثبات له تاسو نه راځی.
د ثبات په راوړلو کې مرسته وکړئ. ولسونه ټول کړای او همغږې شئ. دوه کښتۍ نشته.دا کیسه مې څو وارې کړې، بیا یې درته کوم.د حضرت موسی علیه السلام په وخت دوه نفره په یوه کښتۍ کې کیناستلې و. په سیند کې روان و یو کوښښ کاوه چې کښتۍ سوری کړی. هغه بل ورته وکتل چې څه کوې.ویل یې چې خپله برخه سوری کوم.
افغانستان زموږ او ستاسو ټولو مشترکا کښتۍ ده دلته یې څوک سوری کوې نه شی. مه یې پریږدئ. ساتنه یې په ټولو باندې فرض ده چې جهت راوړو او په یو لاس یې کولې شو. د حکومتداری په برخه کې اوله برخه شوې نور ډیر کار پاتې دی.اوله برخه په څه وشوه. والی صاحبانو نه پوښتنه وکړی. دومره چې والې صاحبان له وزیر صاحبانو او له ما سره په خبرو راغلی. شاید د افغانستان په تاریخ کې چا دومره وخت والی صاحبانو ته نه وی ورکړې او له راتلونکی هفتی نه هر والی صاحب به شل دقیقی په درې هفتو کې وخت لری چی خاصاً له ما سره وغږیږی او همدا ډول مې وزیر صاحبانو سره هم لیکلی قراردادونه امضا کړې دی، پس له دې نه ددی قراردادونو مسوولیت زما دفتر دی، ویډیو کنفرانس کې به هم غږیږو، تاسو سره به هم غږیږو. کنړیان، لغمانیان او نورستانیان خو ډیر هوښیار خلک دی، اول یې راته ویلې ښه راغلاست، بیا یې راته و ویل چی نه نورستان ته راغلې، نه لغمان ته راغلی، نه کنړ ته! په سترګو دې ځایو ته درځم! نو مننه، اما نن می دې له پاره غوښتی چې زون په حیث باندی سره وغږیږو، دا مانا نه ده چې ژمنه مې ده، د انتقال په دوران کې تاسو ته معلومه ده، 34 ولایاتونو د افغانستان ته زه بار بار درغلم، په دې دوه کالو کی انشاالله و تعالی بیا به د افغانستان هر ولایت ته بار بار ځم، چې له تاسو نه مستقیم واورم او ولس ته هم خبری ورسوو، سلامونه مې ټولو ته ورسوئ، دې برخو کې مخصوصاً کاتب شاه راباندې ښه ډزونه وکړل، د زړه له کومې مننه، رایه دې راکړی حق د دی، که رایه دې نه وه راکړی، هم د حق راباندې ؤ. نو اول شئ چې دده ویاړ واوسی، د ده دژبې افتخار ویاړ وساتو، کونړ باندې یو خاص هیت ټاکل کیږی چې ټول اشخاص چې په پچې مقررشوی تشخیص او لیرې شی، اصول تاسې راته کیږدی، ستونزه په څه کې ده؟ زه خو درته سپین وایم لکه تاسې چې راته سپین وایئ اجازه ده؟ لا مقررات نه لرو، هره مقرره چې د بل چا په لاس کې ورکړې بیا په کې ګوتې وهی، نو تاسې راشئ د اصلاح طریقه راته ووایاست، که ما ونه کړل زه مسوول. سمه ده کاتب شاه خانه؟ نو تاسې به کینی په اصولو به نتیجې ته رسیږو، همد ا ډول په ننګرهار باندې یوه برخه اصلاحات شوی، په دوهمه برخه کې راشئ، تر اوسه یواځې نورستانیانود خپل والی نه استقبال کړی دی، دوی ته هیت نه ټاکم او لغمانیان خو دومره هوښیار دی چې هیت نه غواړی. سمه شوه، په بنیادی توګه به رسیږو چې کدرونو کې خبرې لری یو لست راکړی چې په معیارونو باندې زه څه کوی شم، سمه ده؟ هم ملکی، هم عسکری، راځو انکشاف ته، اول مننه له دې نه چې سلما بند نه او ټاپی نه یادونه وکړم، په دې برخه کې دوه مرحلې باید له یو بل نه تفکیک کړو، یوه مرحله داده چې در ته وایم، دغه کار سږ کال کیږی. دوهم داده چې په یو کار باندې شروع کوو چې پایلې ته ورسیږی، که دوهمه برخه ټول درته ووایم سبا مې بیا ټینګ نیسئ چې دا دې ژمنه دې کړې وه، عمل دې ونه کړ، نو دا توپیر راسره منئ چې ځینې شیان چې شروع کوم، انشالله او تعالی نتیجې ته به ورسیږی، نو اول راځو د لغمان یې شروع کوو.
د حصار شاهی بند سږ کال په هر قیمت چې وی جوړیږی، ننګرهار کې د تورخم - جلال آباد سړک د بډوډو شفاخانه، زه غږیدلې یم، ددې پر ځای چې د یوځای نه یې شروع کړی د څلورو ځایونو نه به یې شروع کړی، تنها وزیر صاحب د داخله به امنیت ورته نیسی اوبل سړک زه چې لاړم له جلال آباد نه کابل ته، په هغه به جدی کار شروع کړو، د سړک برخه مو انشالله او تعالی سمیږی. په کونړ کې که له ځان نه پوښتنه کوی د ټاپی برابر پروژه څه ده؟ د څلور ولایتونو ددې پروژې اوله برخه نوم کاسا ده. تاپی اوس د ټول افغانستان په یاد شوې، کا سا به هم انشالله په راتلونکې کال کې د ټولو افغانانو په ذهنیت کې وی، اوله برخه ددې څه ده؟ اوله برخه یې انتقال د برق ده. د قرغزستان نه تاجکستان ته، د تاجکستان نه افغانستان ته، د افغانستان نه پاکستان ته، دا د تاسو له لارې ځی، تر اوسه زر میلیاره ډالره دې ته پیدا شوی دی د نورو په پیدا کولو کې یې د کونړ بندونه له دې پیسو نه جوړیږی. اصلی خبره مو څه ده؟ کاسا بیا هم یو قدم ده، اوس زما انځور ته راشئ، زما انځور دادی او په دې اخته یم چې د کابل سیند ټولې برخې د کابل او کونړد د بر ق د تولید په مرکز باندې تبدیل شی.
د غه باندې اخته یم . د وخت په راتلو به درته ووایم، چې دا څنګه عملی کیږی. که غواړو چې لغمان، کونړ، نورستان او ننګرهار په پښو ودریږی بی له برقه نه کیږی او د پخوا نه زما ټوله خبره داده چې زه راشم، تخنیکی مشاورینو مشوره ورکړې وه چې اول پنځه کالو کې د افغانستان واردات وکړی، پس له هغه نه دې تولید وکړی، دا ما سرچپه کړې ده، اوس به ځو د برق تولید ته. په تیرو اویا کلونو کې مونږ230 میګاواټه برق تولید کړی دی په راتلونکې کال کې به مونږ انشالله او تعالی 240 میګا واټه برق تولید کړو، هر ولایت د افغانستان چې نن برق نه لری د لمر له برکته به برق ورشی، نو کونړه آرام واوسه، تنها مزی نده، دا بل برق به هم در ورسوو. همدارنګه نورستان ته برق شروع شوی، کار به شروع کیږی د اوبو برق لپاره 26 بنده تر کار لاندې دې، د حمل تر میاشتې پورې به زه یو-یو در اعلانوم، اما نن درته وایم دا په دې زون کې تعلق نه لری، بخش آباد به هم کیږی، کمال خان به هم کیږی، کجکی دریم بند به هم کیږی، د افغانستان اوبه به خوندی شی، د افغانستان په اوبو باندې افغانان باید آباد شی. دا مولوی، صاحبان خو ډیر هوښیار خلک دی، نو یو یې راته وویل په مخکې مجالسو کې، دا ولس سره چې سړی وی ډیرې ښې خبری زده کوی، بیا زه یې تکرار کوم ټول ولس ته، ویل ولس ته وایی چې دا زراعتی ملک دی، دا څنګه زراعتی ملک دی چې په اسد کې غنم راځی په سرطان کی غایب کیږی، ریښتیا وایی سږ کال سره له دې چې موسوم ښه و. مونږ اته سوه زره ټنه غنم لا هم واردوو. تاسې پوهیږئ چې زمونږ زراعتی وضعیت څنګه دی؟ په کال کې مونږڅلور میلیارده ډالره زراعتی واردات لرو، څلور میلیاره ډالره، دې ته وایې احمق پولی، په څلورو کلونوکې زما ټول تاکید ژمنه او ټول ورځنۍ مدیریت دا وی چې افغانستان د وارد کوونکی ملک نه په صادر کوونکی ملک باندې بدل شی، دغلته دی چې ستاسو په ولایتونو مخصوصا زراعتی ولایتونو کې به تحول وګوری. اول د اوبو محارول دی،40 فیصده اوبه زمونږ د ویالې نه مزرعې ته نه راځی، دوهم د مزرعو هوارول دی، 20 فیصده دا راځی، په دغو باندې اخته یو، تفصیلی پروګرام مو تهیه شوی، اعلانوم یې درته. همدا رنګه للمه څنګه په اوبو باندې بدلوو، زراعت باندې، مالداری باندې مو، اساسی توجه ده، همد ارنګه د نورستان او کونړعظیم ذخایرد ( 23-1) دوی ته به سږ کال انشالله او تعالی اولې پروژې د ځنګلو د احیا تاسې وګورئ چې ورو ورو به یې شروع کړو. په یو ملی پروګرام به یې بدل کړو هماغسې چې مو همبستګی ولیده، اوس به د ځنګلو یو سرتاسری پروګرام هم عملی شی، تاسو ټول په کې بلد یاست، قندزی صاحب یې په وزارت کې کار کړی دی. دوهمه برخه راغلو سړکونو ته، ټول شکایت لری له هغو پروژو نه چې تکمیل شوی ندی، ټولې پروژې مې ټولې کړی دی په راتلونکو دوو میاشتو کې به فیصله کیږی چې یا عملی شی یا یې قراردادونه لغو شی، دا نه شو منلی چې دری، څلور، پنځه یا اته کاره قراردای صاحبان په قراردادونو باندې کیدلې او وزیر صاحبان په دې باندې ونه ګرځی چې پروژه څنګه عملی شوې، هر وزیر چې ،خپل قراردادونه عملی نه کړی، له وزارتونو نه به لیرې شی. سم صفا ژمنه وکړی او قراردادیان که کار نه کوی لاړ دې شی نورکارونه دې وکړی. دوهم او دریم لاس د هغه په اړه ما ټینګه فیصله کړې، مونږ قوای کار بیرته له سره جوړو، په همدې رقم انجینیری کنډک د وزارت دفاع تقویه کیږی، دا زما د منلو وړ نده چې وایی فلانی ځای کې نا امنی ده هلته نه ځم، او بیا وایی چې د قراردادونو پیسې هم راکړه او اضافی کاری هم راکړه. نو قوه کار به جوړیږی چې په دغو ځایونو کې کار وکړی.ازرې مثال ته وګورئ. انجینری کنډک په څو میاشتو کې ازره خلاصه کړه چې پیل کې ورته لس کاله منتظر و.وروڼو اصلی خبره دا ده چې اوس غواړو ټول قراردادیان طبقه بندی شی. نظارت لاندې راشی او نقشې یې برابرې شی. بې له دې نه موږ او تاسو دا کارونه نه شو کولی. او هلته غواړم د ولایتی شوراګانو نه، میرمنو نه او ځوانانو نه د والی صاحبانو د لاس لاندې د ولسی نظارت چې نتیجه ګیری، دا نه چې مداخله وی په دې برخو کې یو قرارداد به نه وی چې له تاسو والی صاحبانو سره شریک نه شی. مرکز کې قراردادونه کیږی ځکه چی زور باندې نظارت کوم، چی په دی ترتیب انشاالله و تعالی چی له تاسو سره شریک شی.
بل برخې کې راغلو، مخصوصا ننګرها ته، منشی صاحب د ولایتی شورا نه مننه کوم. ما د امنیه قومندان صاحب شیرزاد ته هدایت وکړې ده. زه د غصب تحمل نلرم. لست د ټولو غاصبینونه د کانال واخله ټولو باندې د محکمی امر د احضار غواړم. نه یې منم، نه یې منم، نه یې منم!د چا په زور الوځی، د ننګرهار ولس غاصب نه منی او ولس چی یې نه منی ولسمشر یې هم نه منی .سم به کار کوم. په ټلیفون کې درنه پوښتنه کړې که توان یی نلرې، جنرال د افغانستان یی پورته شه ماته ووایه چې نه یې شې کولې بدل به دې کړم او وزیری صاحب که د شیرزاد صاحب قوه کمه ده اردو ته امر وکړه، چې وې ولې. زما او خاکسار صاحب یو قرار داد دی. دې نه خبر یاست. دا خاکسار صاحب سره چې کله ما اول بار د انتقال په دوره کې ولیدل. زموږ پادشاه صاحب شاهد دی. ما ورنه قول واخیسته. د سړی ته چې ما وکتل شروع یې کوله او توکی یې کولی نه ما و ویلې چې دا لاس راکړه، لاس یې راکړه پوه نه و ما و ویلې چی لاس راکړه چی ما باندې انتقاد نه کوی مننه خاکسار صاحب مننه! مخکی یې راته و ویلې او مننه کوم ور نه. وایی لاهم په پچې باندې ولسوالان پاتی دی تحول دې چیری ده. تحول به راولو خاکسار صاحب. بله برخه د ژمنه دا ده چی دولت باندې به انتقاد کوې. معقول انتقاد په سر د سترګو منم. یو هیت وټاکۍ، سم او آزاد، چې په دغه کې بیا بله بی عدالتی را نه شی چې صحرایی خبرې په نه وی. اصلې او اصولی خبرې به کوو. څو برخو کې زه له تاسو نه غواړم.
اول خواهش کوم د یو ورور به حیث باندې، یو چا باندې چې د لغمان اوبه ډیرې خوړلې وی. له تنګی غارو نه بهر ټول په عقل باندی ځان لغمان باندې شریک ګنو، سمه ده که نه؟ مونږ او تاسی باید اوس را شو له مصرفی ټولنې نه تولیدی ټولنې ته. ما سره تاسی هر ورځ په مصرف باندې غږیږئ، هیله می دا ده او ټولو والی صاحبان خاصتا چې راشئ په تولیدی پروګرامونه باندې وغږیږو. کله چی کانال باندې غږیږی، برق باندی غږیږی، پانګې باندې غږیږی دا مانا دا ده چې افغانستان په جوړیدو دی، که دا طرحې را نه وړئ.دې څلورو ولایتونو کې هر شی شته، بدبختی په دې کی ده چې خدای (ج) هر شی راکړی. د انسان فکر په دی 200 کالو کې یې له دې وطنه یې ګلزار نه دې جوړ کړی او دا بې له دې نه چې خپله تولید وکړو چې خپله پانګه په کار واچوو،بلې لاری کې نه کیږی، نو هغه برخه چی نن نشته او یو ولایت نه مې نه دې اوریدلی. بل وار ماته خاص ویډیو کنفرانس ونیسی یا دوی کابل ته راوړی. د دی ولایتو پانګه وال په څه باندې حاضر دی چی پانګه واچوی څه یې مخنیوی کوی. هر قران چی یو افغان پانګه اچوی، د دې موجب کیږی چی په دې خاورو کې تحرک راشی. که غواړئ فقر او نیستی لرې کړای دا په خارجی مرستو نه کیږی. دا په تحرک باندې کیږی. 15 کاله مخکې ترکیی ته ګورئ، پیسې یې ارزښت نه درلود نن ترکیه هدف دا ده چی په نورو کالو کې د دنیا لسم اقتصادو کې، شلمو کې شامله ده ، څه یې وکړل تحرک یی وکړ، نو زه غواړم چی پانګه والو سره کینم .په اساسی توګه چی را شو. زموږ معادن د دی پر ځای چې د ښکلا باعث شی، نن د بلا باعث شوی دی. دا شیان را سره ومنئ. راشئ چی بیرته پانګه وال په دی بحث کې راولو او مخصوصا مبتکر ځوانان چې حرکت راوړی. د مکتبونو به برخو کې یو غوښتنه ده د مکتبونو او جوماتونو په برخو کې ولس دې راسره ګډ شریک شی که غواړئ چې دا تولیدی پروژی ژر ته ژره عملی شی، یوه برخه بار واخلو. کوم جومات ده صفر یا شاید یو فیصد جوماتونه د افغانستان له حکومت له خوا جوړ شوی دی. 99 فیصد یې د ولس له خوا جوړ شوی دی.همدغه رقم یو ولسی غږ وکړی ، یو جوش جوړ کړی چې مکتبونه ولس جور کړی. هر والی صاحب به پس له دې نه یو معیار د موفقیت به یې دا وی چې څومره د ولس د برخه اخیستلو باندې یې مکتوبونه جوړ کړی. پوهیږئ چې تراژیدی د افغانستان د غم څه ده 600 مکتبونه و چې د پوهنې شوراګانو ته یې پیسې ورکړې. ټولې پیسې یې یوړلې مکتبونه یی جوړ نکړل نو تاسو فکر وکړی دا څه ډول شورا ده چې له خپل اولاد نه غلا کوی. نه یوازې غلا کوی بلکې د اولاد له راتلونکی نه غلا کوی. فساد بس ده د خپل اولاد نه غلا مه کوئ. هغه مکتب چې په لس زره ‌ډالره جوړیږی فساد چې حاکم و په سل زره ډالرو هم نه دی جوړ کړی. نو ولس دې برخه واخلی .ولس دې ترتیبات ونیسی نورو برخو کې ما ستاسو ټول فرمایشات واوریدل یو په یو شفاخانو برخو کې، پوهنتونو برخو کې، نورو برخو کې دلته به یی بیرته ګزارش درکړم ځکه که یو په یوکه لاړ شو، نو زما حافظه فضل د خدای په ځای ده مګر ترتیب به دا ونیسو چی هر شی چې نا تکمیل دی د دی تکمیلولو لپاره به زه اقدامات وکړم او تاسې به یی نظارت وکړی هغه شی چی شروع کیږی هغه باندې به بیل را شو.
هغه شی چې په بودجه کې دی درسته ده،هغه به عملی کیږی، علاوه پر دی زما بله وظیفه داده چی پیسې پیدا کړم. او پانګه پیدا کړم هغه به په وخت درته وایم. آخره خبره مې چې ستاسی اوله خبره و په سولی باندی ده، دا ولس د سولی تږۍ ده. اما سوله مخصوصا د خویندو نه مننه کوم او بیرته ورسره ژمنه کوم. سوله به زموږ د میرمنو، د خویندو، د لوڼو په قیمت نه وی. افغانستان اساسی قانون تیر بحث مو د اسلام آباد کې اوریدلې وی. واضح حدود معلوم دی، د افغانستان د استقلال د معاملې نه ده. هیڅ مملکت مونږ ته نشې ویلی چې چا سره روابط ولرو او چا سره ونه لرو. د افغانستان اساسی قانون د معاملی وړ نه ده، یوازې لاره چې اساسی قانون بدلیږی، هغه لاره ده چې اساسی قانون ټاکلې. هغه دی مشر د سنا کیناستلی، طریقه معلومه ده، د افغانستان دولت مشروع ده، نن ټول لوی ننګرهار په یوه ژبه وایی چی نظام سره دریدلې دی.
په دې اساس باندې ماشومانو ته غږ ونیسئ، ماشومان د افغانستان وایی چې دوی د سولی کوترې دی. پریږدئ چې د سولی کوتری دی فضا کې را شی. نه دزې، نه بمباری ګانی!. اصولو باندې سوله کوو، هر افغان بچۍ چې ځان د دې خاورې بچۍ ګنی، حق لری چې را شی د سولې مذاکرات وکړی. خپل حق وغواړی. کورباندې ظلم شوی، مونږ مجبور یو چې ځواب ورکړو او د ظلم رفع وکړو. اما پردی ته مونږ اجازه نشو ورکولې چې ددې خاورې کې وینه دوامداره شی.
په اصولو باندې انشاالله وتعالی نتیجې ته رسیږو او سبا اوله دوره د بحث شروع کیږی، د افغانستان، پاکستان، چین او امریکا. ددې نتایج به ولس ته زه بیل ګزارش ورکوم، اما ستاسې غږ ستاسې فرمایشات او ستاسې حدود واضح دی. پایداره سوله غواړو، باعزته سوله غواړو، تل پایه سوله غواړو، او هر بچۍ د افغانستان چې مرور دی. د وطن غیږ ته راشئ. چې هر ماشوم د افغانستان سبا اعتبار ولری چی وطن جوړ کړی. غوښتنې د ولس واضح دی، ولس غواړی ژوند وکړی. هر څوک چې د ولس د ژوند مانع کیږی، خپل سر ګریوان ته واچوی. زمونږ د ننګرهار او نورو ولایاتو اهل هنود او سکانو هم په غونډې کې دی. دوی وروسته راغلی دی.
ما اهل هنود سره روغبړ و نه کړ، ښه راغلاست ،د زړه له کومې نه ښه راغلاست وایم، افغانستان ته ډیر ډیر خدمتونه کړی، اصیل افغانان یاست، کور مو ودان! په خیر واوسئ په عزت واوسئ، همیشه تاسې د وطن په جوړلو کی برخه اخیستې، وطن د ټولو دی او له تاسې نه مننه کوم چې تشریف مو راوړی، بیا په پایله کې غواړم مننه وکړم. مننه له تاسې د هریو قدرمنو ولسونو نه! مننه له کوچنیانو نه، مننه د ځوانانو نه، د علمای کرام نه، د قومی مشرانو نه، دا چی والی صاحبانو نه ،خوښ دی ،د والی صاحبانو نه مننه. د زړه له کومی نه او د کابل نه راغلی،هم د وزیر صاحب داخلې او هم د لوی درستیز او د سرپرست د ریاست امنیت، اندرابی صاحب، وظایف ډیر مشخص او واضح شوی دی. عملی پلانونه، داعش زمونږ خاورې کی ځای نه لری.مرګ یی غواړو. او چا چې پروپاګند کاوه. چا په دنیا کې اوله خبره وکړه چې داعش افغانستان ته خطر دی. غیر له تاسې د ولسمشر نه! خلکو فکر کاوه چې زه داعش خطر باندی غږیږم چې افغانستان ته پیسی راوړم.
دا د پیسو خبره نه ده زموږ د عزت خبره ده ،دا زموږ د دین خبره ده ،دا زموږ د ولس د دود او دستور خبره ده. هم ستانکزی صاحب، هم اتمر صاحب پدی برخو کی ډیر کارونه کړی دی .
زه دوی نه مننه کوم اما اوس په ټینګ لاس وزیری صاحب عملیاتونه ترتیب کړه او د ولس سره په ګد او دوام ورکوی او بمباری سره دوام ورکوی. او نورو ځایو کی ستاسې فرمایشات را واخیست .بیاهم مننه کوم چې د ژمې خاص اهمیت باندې تاکید وکړ. اما له هغه نه ډیر مننه کوم چې تاسې ټینګ دریدلې یاست، ولس شته، خوشحال خان بابا هم ویلی، سعدی هم ویلی چې حکومت و نه ده، ولس ریښه ده، ونه چې هرڅه جګه شی په ځان دې نه نازیږی، ځکه که یو تبر راشی پری شی یا ریښه وچه شې ونه لویږی، د بابای ننګرهار نه مننه کوو چې ستاسې خبرې او ستاسې توصیې له ما نه به قهر نه وینی،غیر له دې نه چې ته رانه په قهر ونه غواړې، په دې حد باندې ورشو.ملک صاحب چې ته راشی وایه قهر وکه، اوری که نه، نو قرار داد راسره کوې که نه؟ زه خو ولسی سړی یم، په یاد مو دې چې زه ماشوم وم، که د خدای وبښی هر وار چی میلمانه راتلل په شمول ددې ځای ماته به مې ویې ویل چې هم لاس وینځه او چلم ورکړه. نو دقومی مشرانو د عزت ساتل، ستاسې د شملې احترام، د هر افغان اصل دی، ماته خاصتاْ. کله چې ما ته توصیه کوې په سر او سترګو! مګر وخت ددې چې هم راځی چې بیا د حکومت کار معلوم شی هغه وخت دې هم راته و وایې سمه ده؟ نو ځینو ځایو کی د غاصبیونو مقابل کی یم، که قوه استعمال نه کړم ،دا خو په رحم نه کیږی. مننه، کور مو ودان!
تل دی وی افغانستان!

• منبع: خبرگزاری افغان ایرکا
• لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

• پرونده‌های ویژه خبری
• اخبار ویژه مهاجرین
• پربازدیدترین‌ها
• گزارش
• علاقه‌مندی‌ها
زبان:
فارسیEnglishالعربيةپښتو
• تلگرام
• یوتیوب
• اینستاگرام
• فیسبوک
• ایکس
• آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.