خبرگزاری افغان ایرکا | Afghan Irca News Agency
تاریخ انتشار: 1389/09/20 0:0کد خبر: 3097

د افغان، پاکستان او ترک جمهور رییسان غونډه کوی

د افغان، پاکستان او ترک جمهور رییسان غونډه کوی - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 1 دقیقه

ترک چارواکو وویل چې د افغانستان او پاکستان جمهور رئیسان به په خپل منځ کې د اړیکو د نژدې کولو لپاره راوانه میاشت په ترکیه کې سره ووینی. له انقرې څخه د فرانس پریس خبری اژانس د راپور له مخې د ترکیې د باندنیو چارو وزارت ویندوی سیلچوک اونال وویل چې د دغه هیواد د جمهور رئیس عبدالله ګل په کوربه توب به جمهور رئیس کرزی او د هغه پاکستانی سیال اصف علی زرداری د روان دسمبر په څلرویشتمه په استانبول کې سره ووینی. دا به له 2007 ع کال راپه دې خوا ، چې د ناټو مسلمان غړی هیواد ترکیې د سخت دریځو او ترهګرو پرضد د افغانستان او پاکستان ترمنځ د همکاریو د زیاتولو لپاره هلې ځلې پیل کړی، د افغان او پاکستانی جمهور رئیسانو پنځمه کتنه وی .
  • منبع: ایرکا خبری آژانس
  • لینک کوتاه

تگ‌ها:

نظرات مخاطبان