خبرگزاری افغان ایرکا | Afghan Irca News Agency
تاریخ انتشار: 1389/09/22 0:0کد خبر: 3117

افغانستان او ایران کابل کې د همکاریو یو تړون لاسلیک کړ

افغانستان او ایران کابل کې د همکاریو یو تړون لاسلیک کړ - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه

په دې تړون کې چې د افغانستان او ایران د کار او ټولنیزو چارو د وزیرانو ترمنځ لاسلیک شو، ژمنه شوې چې ایرانی لوری به، د مختلفو حرفو په زده کړه کې، له افغانانو سره فنی او تخنیکی مرستې کوی. دا تړون د یکشنبې په ورځ په کابل کې د افغانستان د کاراو ټولنیزو چارو د وزیرې امنې افضلی او د ایران د کاراو ټولنیزو چارو د وزیرعبدالرضا شیخ الاسلامی ترمینځ لاسلیک شو. دافغانستان دکار اوټولنیزو چارو وزیرې امنې افضلی ، دیاد شوی تړون دامضا پر مهال وویل چې په دې تفاهم نامه کې، تر ډیره ځایه د کار د قوانینو په برخه کې پرهمکاری ټینګار شوی. هغې زیاته کړه د دې تړون له مخې به ایرانی متخصصین په کابل کې د حرفو زده کوونکی او استادان روزی، تر څو د مختلفو حرفو د زده کړې له لارې په لوړو معیارونو د کار کولو جوګه شی. افضلی وویل، اوس هم د هېواد په مرکزاو ولایتونوکې د حرفو د زده کړې په لسګونو مرکزونه فعال دی خو، د ایران مرسته به د دغو مرکزونو د زده کړې کیفیت نور هم ښه کړی. دغه راز د ایران د کار او ټولنیزو چارو وزیر عبدالرضا شیخ الاسلامی وویل، دوی به په دې برخه خپلې ټولې کاری تجربې له افغانانو سره شریکې کړی. نوموړی زیاته کړه (د هغو ګډولو له مخې چې، د کاراو کارموندنې به برخه کې، د افغانستان او ایران ترمنځ لیدل کیږی، ایران په دې برخه کې شپیته کلنه کاری تجربه لری او حاضر دی چې د مختلفو حرفو به زده کړه کې، د خپلواستادانواو فنی او تخنیکی مرستو له لارې، د افغانستان د خلکو ملاتړ وکړی.) د ایران د کاراو ټولنیزو چارو وزیر دا هم وویل، چې دوی هڅې پیل کړی دی چې په ایران کې افغان کډوالو ته د قانونی اوسېدو زمینه برابره کړی ترڅو وکړای شی، په مختلفو برخو کې د کار کولو حق ومومی. باید وویل شی چې د ایران لخوا دغه مرستې په ډیر ښه او حساس وخت کې کیږی، په داسې حال کې چې اوس مهال په هېواد کې څه کم دوه میلیونه خلک وزګار دی او د دې ترڅنګ په لسګونو زره معلولین هم شته چې، د دوی د توان سره سم کار کولای شی، خو کار نه مومی. تیره ورځ هم د افغانستان او ایران د کار اوټولنیزو چارو وزیرانو د افغان معلولینود فعالیتونولپاره د کابل په دارالامان کې یو مرکز پرانست چې د ایران او ځینونورو مرسته کوونکو موسسو لخوا جوړشوی دی.
  • منبع: ایرکا خبری آژانس
  • لینک کوتاه

تگ‌ها:

نظرات مخاطبان