خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
معنوی وایی، هېڅ مرجع د ټاکنو د باطلولو حق نه لری

زمان تقریبی مطالعه: 1 دقیقه
دټاکنو خپلواک کمېسیون رئیس فضل احمد معنوی وایی چې له یاد شوی کمېسیون پرته هېڅ بله مرجع د ټاکنیزو پایلو د باطلولو حق نه لری.
داپه داسې حال کې ده، چې لویې څارنوالۍ د ولسی جرګې د ټاکنو په اړه د خپلو څېړنو د پاى ته رسېدو خبر ورکړ او له محکمې څخه یې وغوښتل، څو د ټاکنو وروستۍ پایلې لغوه او په ټاکنو کې د درغلیو عاملینو ته سزا ورکړی.
خو هېواد د ټاکنو د خپلواک کمېسیون رییس فضل احمد معنوی د په کابل کې د یوې خبری غونډې په ترڅ کې وویل، چې د ټاکنو وروستۍ پایلې یواځې د ټاکنو خپلواک کمېسیون باطلولى شی.
د ولسی جرګې ټاکنې د روان کال د وږی په 27مه، ترسره شوې، چې یو زیات شمېر کاندیدان ترې ناخوښه وو
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.