خبرگزاری افغان ایرکا | Afghan Irca News Agency
تاریخ انتشار: 1389/09/23 0:0کد خبر: 3145

غزنی کې 3 تنه له وسلو سره ونیول شول

غزنی کې 3 تنه له وسلو سره ونیول شول - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 1 دقیقه

ځایی چارواکی وایی، چې د غزنی ولایت په اندړو ولسوالۍ کې یې درې تنه له وسلو سره نیولی دی. د غزنی د والی ویاند معروف ایوبی د دې خبر په تائیدولو سره کلید ته وویل، د اندړو ولسوالۍ د اتل په کلی کې د افغان سرتېرو او ائتلافی ځواکونو لخوا درې تنه له یو میل یولس ډزی او یو میل کرابین ټوپک سره ونیول شول، چې نیول شوی کسان اوس مهال تر څېړنو لاندی دی. د یو بل خبر له مخی د ګېرو ولسوالۍ د چت خیلو په سیمه کې د ملی اردو او نړیوالو ځواکونو په ګډو عملیاتو کې یو تن له دولس ډوله بېلابېلو وسلو سره نیولى دى.
  • منبع: ایرکا خبری آژانس
  • لینک کوتاه

تگ‌ها:

نظرات مخاطبان