دامریکا ولسی جرګه په پوځ کښې په هم جنس بازانو بندیز ختموی .
زمونږ خبریال وای دامریکا دولسی جرګې کانګرس استازیو پرون رایې واچولې چې په پوځ کښې په کار بوختو هم جنس بازانو پاې بندی ختمه کړی .
اوس دامریکا دولسی جرګې وار دی چې په پوځ کښې په ښکاره د هم جنس بازانو شتون ته رایه ورکوی او که څنګه .
دامریکا دولسی جرګې له 250 استازو 175 استازو یوه لایحه تصویب کړه چې له کبله یې په 1993 میلادی کال کښې هغه قانون چې ډوناټ اسک ، ډوناټ ټیل ورته ویل کیږی له مینځه ځی .
له دغه قانون سره سم دامریکا پوځ کښې موجود هم جنس بازان باید دخپلې جنسی غریزې په باره کښې چپتیا غوره کړی ګنی نو له پوځ څخه ایستل کیږی .
دامریکا دمشرانو جرګې مشرۍ نانسی پلوسی چې دډیموکراټ ګوند غړی ده وویل ډوناټ اسک ډوناټ تیل قانون زمونږ له ملی امنیت سره مر سته نکوی او دا قانون زمونږ دامریکایانو له ارزښتونو سره په توپیر کښې دی .
هغه وویل دغه قانون دامریکا له پوځی څخه د دیارلس زره هم جنس بازانو دایستل کیدا سبب شوی دی .
دامریکا دولسی جرګې مشرۍ نانسی پلوسی وویل جنګی پایلوټان، دتوپونو د برخې افسران، دعربۍ ژبې ژباړن او نور کارپیژاندی په داسې وخت کښې چې زمونږ ملت په عراق او افغانستان کښې په جنګ بوخت دی له پوځ څخه ایستل شوی دی .
دویلو ده چې دامریکا په پوځ کښې ګڼ شمیر هم جنس بازان شته او امریکا هڅه کوی چې دغه کسان له پوځه ونه وځی ځکه چې اوس دامریکا ډیر خلک دعراق او افغانستان دجنګونو په وجه په پوځ کښې شاملیدا ته هیڅ ګروهنه نلری اوامریکا دپوځیانو له کمښت سره مخامخ ده .
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
تگها: