خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishالعربيةپښتو
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
خبرگزاری افغان ایرکا
خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
تاریخ انتشار: 1389/09/27 0:0کد خبر: 3184

د بې پیلوټه الوتکو بریدونو کې 50 تنه ووژل شول

د بې پیلوټه الوتکو بریدونو کې 50 تنه ووژل شول - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه

د پاکستان په قبایلی سیمې خیبر ایجنسۍ کې د ا مریکا د بې پیلوټه الوتکو بریدونو له کبله د وژل شویو کسانو شمېره 50 ته ورسېده. تر دې وړاندې په دې بریدونو کې د 15 کسانو د وژل کېدو پخلى شوى و. د خیبر ایجنسۍ یوه دولتی چارواکی، چې نوم یې نه دى اخیستل شوى، رسنیو ته ویلی، چې لومړۍ پېښه د جمع په سهار د تیرا په سندانه سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه، چې امریکایی بې پیلوټه الوتکې په سیمه کې دوه شکمن موټر په نښه کړل. ویل کې په دغو موټرو کې بهرنی ترهګر سپاره وو. نوموړی زیاته کړه، په دغه برید کې 7 ترهګر مړه او 12 ټپیان شول. دویمه پېښه د سپین درند په سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه، چې امریکایی بې پیلوټه الوتکې د سیمه ییزې سخته درییزې ډلې لشکر اسلام یو مرکز په نښه کړ. د معلوماتو له مخې په دغه مرکز کې د دغې ډلې غونډه روانه وه، چې پرې د شوی برید له کبله 32 تنه ووژل شول. په دغه برید کې د منګل باغ په اړه لا کوم خبر نشته، چې وژل شوى، که ټپی دى، خو ویل کېږی، چې یو نږدې ساتونکى یې مړ شوى دى. دا هم ویل کېږی، چې په دې برید کې د منګل باغ څو مهم قومندانان هم وژل شوی دی. د سرچینې د معلوماتو له مخې دریم برید د باړه سب په نرۍ بابا سیمه کې پر یوه مرکز شوى، چې له کبله یې 12 تنه سواتی طالبان وژل شوی دی. د یادونې وړ ده، چې تېره ورځ هم د خیبر ایجنسۍ په سپین درند سیمه کې امریکایی بې پیلوټه الوتکې برید کړى و، چې له کبله یې 7 تنه وژل شوی وو. په دغه برید کې وژل شوی کسان د حافظ ګل بهادر ډلی کسان او سواتی طالبان ښوول شوی وو. د روان کال په مۍ میاشت کې په لومړی ځل امریکایی بې پیلوټه الوتکې په خیبر ایجنسۍ کې برید ترسره کړى و او دا لومړى ځل دى، چې په دغه برید کې د لشکر اسلام ډلې کسان په نښه کېږی. د دغه ډلې په اړه ویل کېږی، چې دا یو ځایی تنظیم دى او ډېرى وخت د حکومت پلوى پاتې شوى.
  • منبع: ایرکا خبری آژانس
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

  • پرونده‌های ویژه خبری
  • اخبار ویژه مهاجرین
  • پربازدیدترین‌ها
  • گزارش
  • علاقه‌مندی‌ها
زبان:
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.