دافغانستان دحکومت دمخالف لوری مشر دالقاعده ډلې دماتی په هکله دامریکا دولسمشر ادعا ناسمه وبلله .
زمونږ خبریال وای دافغانستان دحکومت دمخالفې خوا مشر عبدالله عبدالله دالقاعده په ځپلو کښې دامریکا دبریالیتوب په باره کښې دامریکا دولسمشر باراک اوباما دادعا په ردولو سره په افغانستان کښې دامریکا ستراتژۍ ماته خوړلی وبلله .
په افغانستان کښې دجنګ دپرمختګ په هکله دامریکاادعا په داسې حال کښې کیږی چې روان میلادی کال په افغانستان کښې دخارجی پوځیانو اوافغان ملکیانو لپاره په ترټولو خونړی کال بدل شوی دی .
ملګری ملتوه وای چې دروان میلادی کال له لومړیو څخه په افغانستان کښې اوه سوه خارجی پوځیان او 2400 ملکی خلک وژل شوی .
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
تگها: