خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishالعربيةپښتو
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
خبرگزاری افغان ایرکا
خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
تاریخ انتشار: 1389/09/28 0:0کد خبر: 3206

د ملی اردو 3 عسکرو ته مرګ ژوبله واوښته

د ملی اردو 3 عسکرو ته مرګ ژوبله واوښته - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه

ځایی چارواکی وایی، تېر مازیګر د پکتیا ولایت د شواک په ولسوالۍ کې د ملی اردو د عسکرو په رینجر موټر د سړک د غاړې بمی چاودنه شوې، چې له کبله یې د ملی اردو درېیو سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتی. د دوسوه دریم تندر قول اردو ویاند ساعت ګل هوتک وایی: پېښه د یادې ولسوالۍ په سټو کنډو سیمه کې هغه مهال رامنځ ته شوه، چې د ملی اردو سرتیری په سیمه کې پر ګزمه بوخت وو. د قول اردو ویاند وایی، چې په پېښه کې د اردو دوه عسکر وژل شوی او یو بل یې ټپی دى. د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته ویلی، چې د سړک د غاړې ماین د دوى د ملګرو له خوا ځاى پر ځاى شوى و، چې د چاودنې له کبله یې د ملی اردو سرتېرو ته زیات زیان اوښتى دى. شواک د پکتیا او خوست تر منځ په غځېدلې لویه لاره پرته هغه ولسوالۍ ده، چې وخت ناوخت ترې د سړک د غاړې د بمی چاودنو او نښتو راپورونه ورکول کېږی. هېره دې نه وی، چې څه موده وړاندې د دې ولسوالۍ ولسوال علی اباد هم د سړک د غاړې په بمی چاودنه کې وژل شوى او مسؤلیت یې وسله والو طالبانو په غاړه اخیستى و.
  • منبع: ایرکا خبری آژانس
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

  • پرونده‌های ویژه خبری
  • اخبار ویژه مهاجرین
  • پربازدیدترین‌ها
  • گزارش
  • علاقه‌مندی‌ها
زبان:
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.