خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
افغانستان وای په لسګونو امنیتی شرکتونه یې ړنګ کړی

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه
افغانستان وای په لسګونو خصوصی امنیتی شرکتونه یې ړنګ کړی .
زمونږ خبریال وای دافغانستان حکومت نن وویل دوې په لسګونو خصوصی امنیتی شرکتونه بند کړی دی .
دغه خبرې په هغه لانجمن پلان سیوری غوړولی چې وړاندې ویل کیدل افغانستان پلان لری په هیواد کښې دننه په ټولو خصوصی امنیتی شرکتونو بندیز ولګوی .
دروان میلادی کال په اګست میاشت کښې دافغانستان ولسمشر کرزی دټولو خصوصی امنیتی شرکتونو چې دخلکو دوژلو، شکنجه کولو ، جاسوسۍ کولو او دنشه ایزو موادو په کاروبار کښې په لاس تورن دی دړنګولو حکم ورکړی وو چې دناټو او امریکا ، سفارتونو او دمرستندویو موسیسو لخوا یې سخت اعتراض پارولی وو .
دافغانستان ولسمشر دلویدیځو هیوادونو له میاشتو میاشتو دباونو وروسته په اکتوبر میاشت کښې په لسګونو خصوصی امنیتی شرکتونو ته دفعالیت اجازه ورکړه .
دافغانستان دکورنیو چارو وزارت سلاکار عبدالمنان فراهی ددسمبر دمیاشتې په شپږمه نیټه ویلی وو 57 خصوصی امنیتی شرکتونه غیر قانونی اعلان شوی او دبندیدا په حال کښې دی .
هغه وویل مونږ ټول غیر قانونی امنیتی شرکتونه ړنګ کړی دی .
دافغانستان دکورنیو چارو وزارت سلاکار عبدالمنان فراهی نن وویل اوس مونږ دا ویلای شو چې په افغانستان کښې هیڅ غیر قانونی امنیتی شرکت نشته .
هغه وویل دخصوصی امنیتی شرکتونو څه دپاسه درې زره کسان بې وسلې کړی شوی او وسلې یې هم ضبط کړې شوی خو نور تفصیل یې ورنکړ .
هغه وویل په لسګونو امنیتی شرکتونه چې سفارتونو ، دلویدیځو ځواکونو او مرستندویو موسسو ورسره قراردادونه دی همدا اوس هم په افغانستان کښې خپل فعالیت ته دوام ورکړی او ورکولای یې شی .
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.