د جمهور رئیس کرزی د فرمان له مخې د شخص امنیتی کمپنیو د منحلېدو په لړ کې هغه 57 کمپنۍ هم منحل شوې، چې تر دا دمه یې ناقانونه فعالیت کاوه.
د کورنیو چارو وزارت سلاکار تورنجنرال عبدالمنان فراهی تېره ورځ په یوې خبری غونډه کې رسنیو ته وویل، چې دغه 57 هغه امنیتی کمپنۍ وې، چې په ناقانونه توګه یې په هېواد کې فعالیت درلود، چې په وینا یې تر دې وروسته به هیڅ یوه امنیتی کمپنۍ په ناقانونه توګه فعالیت نه کوی.
د فراهی د معلوماتو له مخې، د یادو کمپنیو وسلې ټولې او شاوخوا 3000 تنه یې بې وسلې شوی دی.
نوموړی زیاته کړه، چې دا مهال په کابل کې 36 راجستر شویو کمپنیو قرارګاوې درلودې، چې د دوى قرارګاوې هم له ښار ویستل شوې دی او که چېرې وغواړی، چې کوم لوری ته حرکت وکړی، نو د پولیسو ځانګړې ډله به یې بدرګه کوی.
د سرچینې په وینا وروسته له دې هېڅ یوه کمپنۍ نه شی کولاى، چې د ښار دننه قرارګاه ولری.
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
تگها: