خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishالعربيةپښتو
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
خبرگزاری افغان ایرکا
خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
تاریخ انتشار: 1389/10/01 0:0کد خبر: 3257

جلال آباد ته د سولې عالی شوار د مشر او یو شمېر غړو سفر

جلال آباد ته د سولې عالی شوار د مشر او یو شمېر غړو سفر - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه

د افغانستان د سولې عالی شورا مشر جلال اباد ته پخپل سفر کې د سوله ییزو هڅو بریالیتوب ته د نړیوالې ټولنې د رېښتینی ملاتړ ژمنه اړینه وبلله او ټینګار یې وکړ، چې روانه جګړه د دولت وسله والو مخالفینو ته هم کومه ګټه نه رسوی. برهان الدین ربانی، چې د شورا یو شمېر غړو سره پرون جلال اباد ته راغلى و، د تړلو دروازو تر شا یې په شاهی ماڼۍ کې د ختیځ زون د څلور واړو ولایتونو والیانو او چارواکو سره د سوله ییزو هڅو په اړه خبرې وکړې. هغه په یوه خبری ناسته کې وویل، ننګرهار ته یې د سفر موخه دلته له خلکو سره د سولې مخته پر پرتو خنډونو او ختمولو یې خبرې، اترې دی. د سولې شور امشر د بهرنیو ځواکونو عملیاتو کې ولسی مرګ، ژوبله او د طالبانو په نامه د عامو خلکو ځورول هم له دې خندونو څخه یاد کړل. د جمهور رئیس سلاکاراو د سولې عالی شورا غړی معصوم ستانکزی بیا که څه هم د کومې ولسوالۍ نوم وانخیست خبری ناستې ته وویل: له نړیوال ملاتړه برخمنو سوله ییزو هڅو یې د هېواد په یو شمېر ولسوالیو کې امنیتی وضعیت راښه کړى. د سولې عالی شورا، چې له جوړېدو یې شاوخوا دوه میاشتې کېږی، چارواکو یې له ننګرهاره مخکې کندهار او هرات ته هم ورته سفرونه کړی او وایی، دا لړۍ به نوره هم په دې وغځوی، چې د دولت وسله والو مخالفینو سره د خبرو جوړېدونکې ستراتېژۍ ته یې نظرونه راټول کړی.
  • منبع: ایرکا خبری آژانس
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

  • پرونده‌های ویژه خبری
  • اخبار ویژه مهاجرین
  • پربازدیدترین‌ها
  • گزارش
  • علاقه‌مندی‌ها
زبان:
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.