د کندوز ښار په مرکزی چوک کې ځانمرګی برید تر سره شوى، چې د چارواکو په وینا، څلور تنو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې.
د کندوز د امنیت امر سمنوال عبدالرحمن آقتاش د برید پخلى کړى او زیاته کړې یې ده، چې یوه ځانمرګی نن سهار نږدی 8 بجې د کندوز ښار په مرکزی چوک کې د پولیسو پر پوستې برید وکړ، چې له کبله یی یو پولیس مړ او 3 عام وګړی ټپیان شول.
آقتاش زیاته کړه، چی پخپله ځانمرګى، چی پلی روان و هم وژل شوی دی.
تر اوسه پورې د دغه برید مسؤلیت هیچا پر غاړه نه دی اخیستی.
دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې دمخه هم په دې ولایت کې د ملی پوځ د جلب وجذب په مرکز برید ترسره شوى و، چې له کبله یی 9 تنه عسکر وژل شوی او لږ تر لږه 15 نورټپیان وو.
د ملی پوځ په مرکز د برید پړه وسلوالو طالبانو منلې وه.
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
تگها: