داسلامی ایران ولسمشر ،وویل، اکو موسسه د عمومی ملګرتیاوو لپاره وچته وړتیا لری.
احمدی نژاد نن د اکو دموسسې د یولسمې سرمشریزې په پیل کې د دې موسسې د مشر په توګه دترکیې دولسمشر عبدا.... ګل د ټاکلو په یادولو سره وویل، دتهران له غونډې ترا وسه پورې څه کم دوه کاله تیریږی، او د تیرو رغندو ملګرتیاوو په دوام کې، اوسنی پړاو هم د غړیو دښو ملګرتیاوو او رغنده هڅو نښه ده.
هغه زیاته کړه، په دې پړاو کې دلسګونو غونډو په ترسره کولو سربیره، په تجارت، پانګونې، ترانسپورت، انرژۍ ، زیرمو ارتباطاتو او ترانزیت ، ژواک چاپیریال، کرهنې، توریسم، انسانی ځواک او روغتیا په اړه زیاتې پروژې په ایجنډا کې راغلی او اجرایی شوی هم دی.
احمدی نژاد له 30 میلیونو ډالرو پانګونې سره د اتکایی بیمې شرکت تاسیس، د تهران ، اسلام آباد ، او ترکیې د کانټینری ریل ګاډی د کار پیل او ریلی نړیوال ترانسپورت کریدورونو دنقشې نهایی کیدل او بیلابیلې پروژې د دوه تیرو کلونو د کارونو په لړ کې وبلل.
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
تگها: