خبرگزاری افغان ایرکا | Afghan Irca News Agency
تاریخ انتشار: 1389/10/04 0:0کد خبر: 3304

امنیتی چارواکو د یوه ډله غلو او وسلو د نیولو خبر ورکړ

امنیتی چارواکو د یوه ډله غلو او وسلو د نیولو خبر ورکړ - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه

د ننګرهار پولیس چارواکی په دې ولایت کې د تورنو غلو د یوې پینځه کسیزې ډلې ترڅنګ د ناقانونه اته وېشت میله وسلو د نیونې خبر ورکوی. د ننګرهار امنیې قومندان مل پاسوال علی شاه پکتیاوال یوې خبری ناستې ته وویل، چې وسلې یې د ناقانونه وسلو راټولونې پروګرام ډایاک ته سپارلی، خو په تور یې څوک نه دى نیول شوی. قومندان د غلو د تورنې ډلې په اړه وویل، چې دغې ډلې په جلال اباد ښار کې له شپږو میاشتو راهیسې فعالیت کاوه، چې د دوى پولیسو یې پینځه تنه نیولی او د نورو د نیونې هڅه روانه ده. د ننګرهار امنیې قومندان زیاته کړه، چې د غلو د دې ډلې لخوا د خلکو پټې شوې پیسې به بیرته هغوى ته وسپاری. یو تن، چې په وینایې، دغو کسانو یې له جېبه پیسې پټې کړې وې، کلید ته وویل، په جلال اباد کې داسې نورې ډلې هم شته، چې پولیس یې باید مخه ونیسی. د غلا په تور یوه نیول شوی ځوان هلک په خبری ناسته کې ومنله، چې د خلکو د جېبونو په وهلو کې یې لاس درلود، خو ویې ویل دا کار یې له اړې ورځې کړى. په ننګرهار کې له وروستیو راهیسې نه یوازې پولیسو بلکې د ملی امنیت ادارې هم ورته څو لاسته راوړنې لرلې، چې یو شمېر ولسی خلکو یې ستاینه کړې.
  • منبع: ایرکا خبری آژانس
  • لینک کوتاه

تگ‌ها:

نظرات مخاطبان