خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishالعربيةپښتو
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
خبرگزاری افغان ایرکا
خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
تاریخ انتشار: 1389/10/05 0:0کد خبر: 3314

زابل کې پر بزګرو غنم او سره و وېشل شول

زابل کې پر بزګرو غنم او سره و وېشل شول - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه

د زابل په شاجوی ولسوالۍ کې پر بزګرانو پنځه اتیا مټریک ټنه غنم او کیمیاوی سره و وېشل شوه. د دې وېش پر مهال د زابل والی محمد اشرف ناصری خبریالانو ته وویل، چی په ټولیز ډول 266 مټریک ټنه غنم او کیمیاوی سره د متحده ایالاتو د نړیوالې پرمختیایی ادارې لخوا له زابل ولایت سره مرسته شوی وو، چې د هغې له جملې 85 ټنه د شاجوی ولسوالۍ برخه ورسېده. د نوموړی په وینا: یاد مواد ټول 1700 سهمه کیږی، چی په ټولیز ډول به 2550 جریبه ځمکه تر خپل پوښښ لاندې راولی او د هر سهم پر سر به له بزګرو څخه 1500 افغانۍ واخیستل شې. پر همدې مهال د زابل والی محمد اشرف ناصری لخوا د شاجوی د پوهنې له مدیریت سره د لس ډېسکټاپ کمپیوټرونو مرسته هم وشوه. د زابل والی د پوهنې مدیر او د ښوونځیو استادان او زده کوونکو ته په خبرو کې وویل، چې، که چېرې دا کمپیوټرونه په ښه توګه وکارول شی او سمه ګټه ترې پورته شی، نو په راتلونکی کې به یې شمېر تر سلو زیاته کړی. د یادونې وړ ده، چې شاجوۍ د زابل تر ټولو لویه ولسوالی ده او په کې د دغه ولایت یو په څلورمه برخه وګړی ژوند کوی، چې ډېرى هغه یې بزګران دی.
  • منبع: ایرکا خبری آژانس
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

  • پرونده‌های ویژه خبری
  • اخبار ویژه مهاجرین
  • پربازدیدترین‌ها
  • گزارش
  • علاقه‌مندی‌ها
زبان:
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.