بېرته
زابل کې پر بزګرو غنم او سره و وېشل شول
د خپرېدو نېټه: 1389/10/05 0:0د خبر شمېره: 3314سرچینه: ایرکا خبری آژانس

د زابل په شاجوی ولسوالۍ کې پر بزګرانو پنځه اتیا مټریک ټنه غنم او کیمیاوی سره و وېشل شوه.
د دې وېش پر مهال د زابل والی محمد اشرف ناصری خبریالانو ته وویل، چی په ټولیز ډول 266 مټریک ټنه غنم او کیمیاوی سره د متحده ایالاتو د نړیوالې پرمختیایی ادارې لخوا له زابل ولایت سره مرسته شوی وو، چې د هغې له جملې 85 ټنه د شاجوی ولسوالۍ برخه ورسېده.
د نوموړی په وینا: یاد مواد ټول 1700 سهمه کیږی، چی په ټولیز ډول به 2550 جریبه ځمکه تر خپل پوښښ لاندې راولی او د هر سهم پر سر به له بزګرو څخه 1500 افغانۍ واخیستل شې.
پر همدې مهال د زابل والی محمد اشرف ناصری لخوا د شاجوی د پوهنې له مدیریت سره د لس ډېسکټاپ کمپیوټرونو مرسته هم وشوه.
د زابل والی د پوهنې مدیر او د ښوونځیو استادان او زده کوونکو ته په خبرو کې وویل، چې، که چېرې دا کمپیوټرونه په ښه توګه وکارول شی او سمه ګټه ترې پورته شی، نو په راتلونکی کې به یې شمېر تر سلو زیاته کړی.
د یادونې وړ ده، چې شاجوۍ د زابل تر ټولو لویه ولسوالی ده او په کې د دغه ولایت یو په څلورمه برخه وګړی ژوند کوی، چې ډېرى هغه یې بزګران دی.