ایساف ځواکونو د یوې خبرپاڼې له لارې خبر ورکړى، چې د هېواد په جنوب کې یې یو سرتېرى د ماین په چاودنه کې وژل شوى دى.
خبرپاڼه زیاتوی، چې دغه سرتېرى نن سهار وژل شوى، خو په اړه یې نور جزیات نه دی ورکړی.
په دې سره په روان میلادی کال کې د باوری شمېرو له مخې د بهرنیو وژل شویو سرتېرو شمېره 706 ته ورسېده، چې نږدې 500 یې امریکایان دی.
د وژل شویو سرتېرو دغه شمېره تر نورو کلونو زیاته ده او له همدې کبله سږنى کال د بهرنیو ځواکونو لپاره تر ټولو خونړى هغه بلل شوى.
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
تگها: