خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
لغمان ولایت ته دکورنیو چارو دوزیر سفر

زمان تقریبی مطالعه: 1 دقیقه
د کورنیو چارو وزیر پرون لغمان ته په یوه سفر کې د دې ولایت د امنیتی وضعې د څېړنې ترڅنګ چارواکو او قومی مشرانو سره ننګرهار ته د دې ولایت له لارې د نغلو برېښنا پرغځولو خبرې وکړې.
د لغمان د والی ویاند کوچى ناصری وایی په دې سفر کې وزیر بسم الله خان محمدی او ورسره پلاوی د لغمان له پولیسو د لیدنې ترڅنګ په دې ولایت کې د افغان ځواکونو سره د بهرنیو ځواکونو همغږی ښه وبلله.
ناصری له نورو جزیاتو پرته وویل چې د کورنیو چارو وزیر د لغمان د امنیتی وضعې ښه کولو ته د هڅو د زیاتولو ژمنه هم وکړه.
د لغمان د والی ویاند زیاتوی چې د لغمان قومی مشرانو او چارواکو له بسم الله خان محمدی څخه د لغمان د ملی پولیسو او اداری واحدونو په تشکیل کې د زیاتوالی غوښتنې وکړې.
د کورنیو چارو وزیر لغمان ته وروسته ترهغې سفر وکړ چې له وروستیو راهیسې هلته د امنیتی پېښو د زیاتیدو ترڅنګ د همدې امنیتی ستونزو له کبله ننګرهار ته د لغمان له لارې د کابل له نغلو برېښناکوټ څخه د برېښناغځونې کار خنډسره مخ شوى.
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.