د دولت دری پنځوس تنه وسله وال مخالفین د دوشنبې په ورځ د ملی پخلاینې د کمېسیون له لارې له دولت سره یوځاى شول.
د ملی پخلاینې د کمېسیون چارواکی وایی، چې دا کسان د غزنی، لوګر، وردګ او کاپیسا له ولایتونو څخه د خپلو دېرش میله بېلا بېلو وسلو سره د ملی پخلاینې له پروګرام سره د قومی مشرانو په همکارۍ یو ځاى او وسلې یې د ډایاګ پروګرام ته وسپارلې.
د ملی پخلاینې د خپلواک کمېسیون مشر صبغت الله مجددی وویل: دواړه لوریو ته وژل کېدونکی افغانان دی، هغه که طالب وی او یاغیر طالب باید ټول له دې پروسې سره یو ځاى شی.
مجددی په خپلو خبرو کې وعده ورکړه، چې دې کسانو ته به دکار زمینه برابره کړی، خو د سیاسی چارو کارپوه وحید مژده بیا وایی: له دې کسانو سره، چې دولت کومې ژمنې کوی، نو دولت بیا په خپلو ژمنو باندې عمل نه کوی، نه دوى ته د ژوندانه اسانتیاوې برابروی او نه دوى په امن کې وی ،حتا د کورنیو او بهرنیو ځواکونو له خوا نیول کیږی، چې دا کړنې د طالبانو صفونو ته د دوى د بېرته ګرځېدو لامل کیږی.
دا په داسې حال کې ده، چې د یاد کمېسیون له جوړېدو څخه څه باندې پنځه کاله تېرېږی او د کمېسیون چارواکی تردې مهاله له دې پروسې سره له لس زرو څخه د ډېر مخالفینو د یوځاى کېدو دعوه کوی، خو له دې سره سره ورځ تر بلې د هېواد په بېلا بېلو سیمو کې د دولت د مخالفینو د پیاوړی کېدو خبرونه هم خپریږی.
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
تگها: