خبرگزاری افغان ایرکا | Afghan Irca News Agency
تاریخ انتشار: 1389/10/14 0:0کد خبر: 3433

نیمروز کې 2 وسله وال طالبان ووژل شول

نیمروز کې 2 وسله وال طالبان ووژل شول - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 1 دقیقه

ځایی چارواکو، د نیمروز ولایت په دلارام ولسوالۍ کې د 2 وسله وال طالبان د وژلو خبر ورکړ. د دلارام ولسوال اسدلله حقدوست پېښې پخلى کوی او زیاتوی، چې دغه کسان تېره شپه د بهرنیو ځواکونو د عملیات په پایله کې چې د دې ولسوالۍ په مرکز کې ترسره شوی وو وژل شوی دی. د ولسوال د معلوماتو له مخې دغه کسان د ملا ساعت په نامه د یوه طالب قومندان ملګری وو. نوموړی زیاته کړې، چې په دې عملیاتو کې دولتی غاړې او ملکی کسانو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې. د نوموړی په وینا، دغه عملیات وروسته تر هغې تر سره شول، چې د وسله والو طالبانو یوې ډلې غوښتل په دلارام ولسوالۍ برید وکړی. حقدوست زیاته کړه، چې د نیمرزو ولایت په دلارام او د فراه په بکواه ولسوالیو کې د سړک د غاړې ماینونه د همدوى لخوا ایښودل کېده، چې په وژل کېدو سره به یې ښایی په ورته بریدونو کې کمښت راشی. ایتلافی ځواکونو هم په یاده ولسوالۍ کې د 2 وسله والو طالبانو د وژلو پخلى کړى، خو وسله والو طالبانو لا په دې اړه څه نه دی ویلی.
  • منبع: ایرکا خبری آژانس
  • لینک کوتاه

تگ‌ها:

نظرات مخاطبان