خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
امریکا افغانستان ته نویو سرتېرو د لېږلو خبر ورکړ

زمان تقریبی مطالعه: 1 دقیقه
د امریکا دفاع وزیر رابرت ګېټس موافقه وکړه، چې افغانستان ته څوارلس سوه نور امریکایی پوځیان ولېږل شی، څو له دې هېواده د امریکایی ځواکونو د وتلو د پیل تر نېټې مخکې او د طالبانو د حملو د فصل تر پیلېدو وړاندې د هغوى پر ضد عملیات وکړی.
وال سټرېټ ژورنال ورځپاڼې د امریکایی چارواکو خولې راپور ورکړى، چې دا امریکایی پوځیان به تر پسرلی مخکې، چې د جګړې فصل دى، افغانستان ته د جنورۍ تر نیمایی یعنی شاوخوا یوه اوونۍ وروسته ورسېږی.
راپور زیاتوی، چې دا څوارلس سوه اضافی سرتېری به په کندهار ولایت کې ځای پرځای شی.
دا هم ویل شوی، چې قومندانان په یو لړ وړاندیزونو غور کوی، چې د سمندری پلیو ځواکونو په څنګ کې په موقتی ډول د جبهې په لومړیو کرښو کې د امریکایی پوځیانو شمېر زیات کړی.
که دا پلان یا وړاندیز تصویب شو نو ټولټال درې زره نور امریکایی پوځیان به واستول شی.
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.