خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
نیمروز کې 160 کیلو ګرامه نشه یی توکی ونیول شول

زمان تقریبی مطالعه: 1 دقیقه
ځایی پولیس وایی، چې د نیمروز او ایران ترمنځ پولې ته څېرمه یې د کرستال په نامه 160 کیلو ګرامه نشه توکی نیولی دی.
د دوى په وینا، دغه توکی په یوه ټېلر ډوله موټر کې بار وو او بندروالى سیمه کې د پولیسو لخوا کشف او ونیول شول.
د نیمروز ولایت د امنیت امر موسى رسولی په دې اړه کلید ته وویل، چې قاچاقبرانو نیټ درلود، چې دغه نشه یی توکی ایران ته ولېږدوی.
نوموړی زیاته کړه، چې د پېښې په تړاو یې دوه تنه نیولی، چې په امنیه قومندانۍ کې ترې پوښتنې ګروېږنې روانې دی.
د نوموړی د معلوماتو له مخې، دغه نیول شویو کسانو په لومړنیو پلټنو کې منلې، چې دغه توکی یې ایران ته لېږدول.
د روان لمریز کال له پیله تر دې دمه په دې ولایت کې 2زره کیلو ګرامه نشه یی توکی کشف او عاملین یې عدلی او قضایی ارګانونو ته پېژندل شوی دی.
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.