خبرگزاری افغان ایرکا | Afghan Irca News Agency
تاریخ انتشار: 1389/10/19 0:0کد خبر: 3496

کندوز ښاریانو د بهرنیو ځواکونو پر ضد لاریون وکړ

کندوز ښاریانو د بهرنیو ځواکونو پر ضد لاریون وکړ - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 1 دقیقه

د کندوز ښار لسوګونه اوسېدونکو د بهرنیو ځواکونو دخپل سریو عملیاتو پرضد لاریون وکړ. دغو لاریون کوونکو، چې شمېر یې د لسګونو تنو په شاخوا کې و له خیابان واټ څخه د کندوز ولایت مقام ته په غځیدلی سړک روان وو او مرګ پر بهرنیانو شعارونه یې ورکول. دغو کسانو د خپلسریو عملیات د غندنې ترڅنګ د تېرې شپې د نیول شویو کسانو د ژر ترژره خوشې کېدو غوښتنه هم کوله. تېره شپه د کندوز ښار په زړه کې د خیابان مدرسې ترڅنګ په یوه کور باندی بهرنیوځواکونو چاپه اچولې وه او د یوې کورنۍ 5 تنه غړی ې له ځانه سره ژوندی وړی وو. د کور خاوند نورالله ادعا کوله، چې بهرنیو ځواکونو یی له کوره 50 زره ډالر، لس لکه افغانۍ او د مېرمنو ګاڼې هم وړې دی. نوموړی له وسله والو طالبانو سره هر ډول اړیکې په کلکه رد کړې دی، خو په اړه یی تراوسه بهرنیو ځواکونو څه نه دی ویلی. د کندوز مرستیال والی لاریون کوونکو ته وویل، چې دوی له بهرنیو خاصو ځواکونو سره خبرې اترې کړی، چې په پایله کې نن دوه تنه کوچنیان خوشې شی او پاتې کسان به بیا وروسته له پوښتنو ګرویږنو څخه خوشې شی.
  • منبع: ایرکا خبری آژانس
  • لینک کوتاه

تگ‌ها:

نظرات مخاطبان