خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishالعربيةپښتو
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
خبرگزاری افغان ایرکا
خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
تاریخ انتشار: 1389/10/27 0:0کد خبر: 3597

له قزاقستان څخه د تېلو غوښتنه

له قزاقستان څخه د تېلو غوښتنه - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه

افغان حکومت له قزاقستان څخه د دوه سوه زره ټنه تېلو غوښتنه کړې او په داسې یو سیسټم کار کوی، چې له لارې به یې په هېواد کې د سون توکیو ډاډمنه عرضه رامنځته شی. د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزیر انوارالحق احدی پرون په کابل کې خبریالانو ته وویل، چې د دې ستونزې د لرې کولو په موخه جمهور رئیس کرزی له قزاقستانه غوښتی، چې افغانستان ته اجازه ورکړی تر څو له هغه هېواده 200 زره ټنه تېل وارد کړی. هغه وویل، چې دغه غوښتنه د یوه رسمی مکتوب له لارې شوې ده. افغانستان د یوه تړون له مخې پخوا هم له قزاقستان څخه تېل واردول، خو له تېرو 9 میاشتو راهېسې د یاد شوی تړون د مودې په پاى ته رسېدو سره له هغه هېواد څخه د تېلو واردات بند شوی دی. د احدی په وینا، په نړیوالو بازارونو کې هم په دې وروستیو کې د تېلو بیې لوړې شوې، خو په افغانستان کې د تېلو د بیو د لوړوالی اصلی لامل په ایران کې د افغان سوداګرو د تېلو د ټانکرو تم کول دی. دا مهال په ایران کې د افغان سوداګرو شاوخوا 1800 د تېلو ټانکرونه له شاوخوا یوې نیمی میاشتې راهیسې درول شوی او افغانستان ته د تګ اجازه نه ورکول کېږی، چې له کبله یې د افغانستان په بازارونو کې د تېلو بیې لوړې شوی دی.
  • منبع: ایرکا خبری آژانس
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

  • پرونده‌های ویژه خبری
  • اخبار ویژه مهاجرین
  • پربازدیدترین‌ها
  • گزارش
  • علاقه‌مندی‌ها
زبان:
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.