بېرته
له قزاقستان څخه د تېلو غوښتنه
د خپرېدو نېټه: 1389/10/27 0:0د خبر شمېره: 3597سرچینه: ایرکا خبری آژانس

افغان حکومت له قزاقستان څخه د دوه سوه زره ټنه تېلو غوښتنه کړې او په داسې یو سیسټم کار کوی، چې له لارې به یې په هېواد کې د سون توکیو ډاډمنه عرضه رامنځته شی.
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزیر انوارالحق احدی پرون په کابل کې خبریالانو ته وویل، چې د دې ستونزې د لرې کولو په موخه جمهور رئیس کرزی له قزاقستانه غوښتی، چې افغانستان ته اجازه ورکړی تر څو له هغه هېواده 200 زره ټنه تېل وارد کړی.
هغه وویل، چې دغه غوښتنه د یوه رسمی مکتوب له لارې شوې ده.
افغانستان د یوه تړون له مخې پخوا هم له قزاقستان څخه تېل واردول، خو له تېرو 9 میاشتو راهېسې د یاد شوی تړون د مودې په پاى ته رسېدو سره له هغه هېواد څخه د تېلو واردات بند شوی دی.
د احدی په وینا، په نړیوالو بازارونو کې هم په دې وروستیو کې د تېلو بیې لوړې شوې، خو په افغانستان کې د تېلو د بیو د لوړوالی اصلی لامل په ایران کې د افغان سوداګرو د تېلو د ټانکرو تم کول دی.
دا مهال په ایران کې د افغان سوداګرو شاوخوا 1800 د تېلو ټانکرونه له شاوخوا یوې نیمی میاشتې راهیسې درول شوی او افغانستان ته د تګ اجازه نه ورکول کېږی، چې له کبله یې د افغانستان په بازارونو کې د تېلو بیې لوړې شوی دی.