خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishالعربيةپښتو
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
خبرگزاری افغان ایرکا
خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
تاریخ انتشار: 1389/10/30 0:0کد خبر: 3647

طالبانو د ملا عمر د ناروغۍ اوازې بې بنسټه وبللې

طالبانو د ملا عمر د ناروغۍ اوازې بې بنسټه وبللې - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه

امریکایۍ ورځپاڼې واشنګټن پوسټ تیره ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او دسې ای اې دیوې شخصی استخباراتی شبکې ایکلیپس ګروپ له قوله راپور ورکړى و،چې ګواکې ملاعمر د زړه د ناروغۍ له کبله دپاکستان په یوه روغتون کې بستر شوى. دغه استخباراتی شبکې د خپل خبر د کره والی لپاره هغه ډاکټر یاد کړى، چې ملا عمر یې له عملیات وروسته لیدلی و، خو یادې شبکې د ډاکټر نوم نه و په ډاګه کړى. یادې شبکې د ډاکټر له خولې ویلی، چې دى خپله په عملیاتو کې شریک نه و، خو له نورو ډاکټرانو یې اوریدلی، چې ملا عمر د زړه په ناروغۍ اخته دى. د طالبانو ویاند دیوې خپرې شوې خبر پاڼې له لارې دغه اوازې بې بنسټه وبللې او زیاته یې کړه، چې ملا عمرهېڅ ډول داسې ناروغی نلری، چې روغتون ته یې اړتیا پیدا شی. نوموړی دا ډول اوازې د دوى د دښمنانو کار وباله او زیاته یې کړه، چې دوى دا کار د دې لپاره کوی، څو له دې لارې په نظامی ډګر کې خپله ماته پټه او د عامو خلکو ذهن بل لورې ته واړوی. بلخوا پاکستانیو استخباراتو هم یاد شوى راپور رد کړى دى؛ په اسلام اباد کې د پاکستانی استخباراتو یوې سرچینې، چې نوم یی نه دى په ډاگه شوى ویلی، چې دا راپور بې اساسه او له حقیقت څخه لری دى، خو وتلى ژورنالست رحیم الله یوسفزى، چې له طالبانو سره نږدې اړیکې لری وایی، چې دا له امکانه لرې نه ده، چې ګوندې په کراچۍ کې د ملا عمر درملنه شوې وی. هغه ویلی، چې دا یوه منل شوې خبره ده، چې د ملا عمر او نورو طالب مشرانو درملنه د پاکستان په روغتونونو کې کېږی، ځکه چې دوى بل چرته نه شی تلاى.
  • منبع: ایرکا خبری آژانس
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

  • پرونده‌های ویژه خبری
  • اخبار ویژه مهاجرین
  • پربازدیدترین‌ها
  • گزارش
  • علاقه‌مندی‌ها
زبان:
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.