خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
کندهار کې پر دولتی ادارو د بریدونو پلان شنډ شو

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه
چارواکی وایی، چې د کندهار پر ملی امنیت، ولایتی شورا او ولایت مقام یې د برید پلان شنډه او پلانونکی یې له ځانمرګو واسکټونو او چاودېدونکو توکو سره نیولی دی.
دغه څرګندونې د کندهار د ملی امنیت رئیس جنرال محمد نعیم مؤمن خبریالانو ته وکړې او زیاته یې کړه، چې دغه پلان له هېواده بهر جوړ شوى و.
نوموړی زیاته کړه، مخالفینو د کندهار ښار د لومړۍ ناحیې اړوند د الوګانو په سراى کې په چاودېدونکو توکو ډک موټرسایکل درولى و او غوښتل یې، چې د موټرسایکل په چاودنې سره د امنیتی ځواکونو پام هغه لورته واړوی او وروسته پر یادو ځایونو بریدونه وکړی، خو په دې کار کې پاتې راغله.
د هغه په وینا: د دوى کارکوونکو تېره شپه د کندهار ښار د پنځمې امنیتی حوزې اړوند د حاجی عزیز په سیمه کې پر یوه کور عملیات وکړل، چې په نتیجه کې 7 عدده ځانمرګی واسکټونه، 93 پارسله امونیم نایترید، له چاودېدونکو توکو ډک 35 پنځوس کیلویی پارسلونه او په تړاو یې 7 تنه نیولی دی.
مومن زیاته کړه: په دغه عملیاتو کې پر یاد شیانو سربېره له چاودېدونکو توکو ډکې 40 شل کیلویې ډبې، 12 کړۍ لاسی بمونه، درې هونډا موټر سایکلونه، دوې عرادې سراچه ډوله او یو ډاټسن موټر او گڼ شمېر د ریموټ کنټرول بمونه نیولی دی.
د دغو توکو د نیولو په اړه لا تر اوسه وسله والو مخالفینو څه نه دی ویلی.
د یادونې وړ ده، چې تېره ورځ هم د ملی امنیت کارکوونکو د ډنډ ولسوالۍ د قاسم پله په سیمه کې له یوه کورڅخه یوه اندازه چاودېدونکی توکی ترلاسه کړی وو.
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.