خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
هرات کې یو ځل بیا د وسله والو طالبانو فعالیتونو زور اخیستى

زمان تقریبی مطالعه: 1 دقیقه
د هرات ولایت د کوچیانو مشر محمد عارف اسحاقزی په یو مطبوعاتی کنفرانس کې د دولتی چارواکو ټولې هغه خبرې، چې ګواکې په ګلران، اوبه، کشک کهنه او رباط سنگی ولسوالیو کې دې دولت حاکمیت ولری رد کړې.
نوموړى وایی، چې د دې ولسوالیو په درې کیلو مترۍ کې هم دولتی ځواکونه حاکمیت نه لری او که کوم دولتی چارواکى یې خبرې ردوی، نو رادې شی، چې دى یې ور وښایی.
بلخوا د هرات د والی ویاند محمد شفیق بهروزیان که څه هم دا خبرې تاییدوی، خو وایی، چې دا هغه وړې وسله والې ډلې دی، چې د مادیاتو د ترلاسه کولو لپاره جنګېږی.
نوموړی زیاته کړه، چې دولت په دې هڅه کې دى، چې دغه وسله والې ډلې د سولې پروسې ته راوبولی.
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.