خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishالعربيةپښتو
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
خبرگزاری افغان ایرکا
خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
تاریخ انتشار: 1389/11/11 0:0کد خبر: 3777

د پولیسو پر موټر بمی چاودنې 5 تنو ته مرګ ژوبله واړوله

د پولیسو پر موټر بمی چاودنې 5 تنو ته مرګ ژوبله واړوله - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 1 دقیقه

د بادغیس ولایت په مرکز قلعه نو کې د پولیسو پر رېنجر موټر بمی چاودنه شوې، چې له کبله یې یو پولیس او یو ملکی وګړى مړ او 3 نور ټپیان شول. د بادغیس د والی ویاند حاجی شرف الدین د پېښې د پخلی ترڅنګ کلید ته وویل، چې پېښه تېر ماښام شوې او له کبله یې یو پولیس او یو ملکی وګړى مړ او 3 پولیس ټپیان دی. ویل کېږی تر اوسه د پېښې په تړاو څوک نه دی نیول شوی، خو د پولیسو لخوا یې د نیول کېدو هڅې روانې دی. د پېښې پړه وسله والو طالبانو پر غاړه اخیستې او ادعا یې کړې، چې د ملی پولیسو پنځه سرتېری یې په کې وژل دی. په دې وروستیو څو میاشتو کې دا لومړۍ خونړۍ پېښه ده، چې د بادغیس ولایت په مرکز قلعه نو کې رامنځته کېږی. په دې چاودنې سره د قلعه نو اوسېدونکو د امنیتی وضعیت په اړه اندېښنې څرګندې کړی او له امنیتی چارواکو یې د امنیت په ټینګښت کې د لا ډېرو هلو ځلو غوښتنه کړې.
  • منبع: ایرکا خبری آژانس
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

  • پرونده‌های ویژه خبری
  • اخبار ویژه مهاجرین
  • پربازدیدترین‌ها
  • گزارش
  • علاقه‌مندی‌ها
زبان:
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.