خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishالعربيةپښتو
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
خبرگزاری افغان ایرکا
خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
تاریخ انتشار: 1389/11/16 0:0کد خبر: 3866

دطاغوت نسکوریدل د مصر د خلکو تر ټولو مهمه غوښتنه

دطاغوت نسکوریدل د مصر د خلکو تر ټولو مهمه غوښتنه  - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 3 دقیقه

د قاهرې د التحریر میدان هماغه شان د هغو معترضینو د غونډېدو ځای دی چې د حسنی مبارک د دیکتاتور رژیم د نسکوریدو غوښتوونکی دی. د مصر مختلفې پرګنې هماغه شان د مبارک د ګوښه کېدو شعارونه ورکوی. مصری اعتراض کوونکو اعلان کړی دی چې د حسنی مبارک مرستیال، عمر سلیمان ته د واک انتقالولو وړاندېز مطرحول نه منی او د حسنی مبارک تر پرځېدو پورې به خپلو لاریوونونو ته دوام ورکړی. عمر سلیمان ته د مصر خلکو په داسې وخت کې د نه ځواب په ډاګه کړی دی چې امریکا له اوسنی وضعیته د مصر د ایستلو لپاره، واک ته د عمر سلیمان د رسیدو لپاره مخه کړې ده. آن د امریکا ولسمشر بارک اوباما په تلویحی توګه له مبارکه غوښتی دی چې واک پرېږدی. په دې توګه شواهد ددې ښودنه کوی چې، د مصر له خلکو سره نور د مبارک دنږدې کسانو لپاره ځای نه شته. ټول مصر د مبارک او ددولت ټولو هغو وزیرانو او کسانو پرضد غوسه دی چې ددېرش کالو په اوږدو کې یې ددغه هېواد پرخلکو د ظلم او سرزورۍ حکومت وتاپه. اوسمهال قاهره په ځانګړې توګه ددغه ښار التحریر میدان، د مصر د ملت دغوسې مرکز دی. د مصر نور ښارونه هم هماغه شان د اعتراض کوونکو خلکو برخه ده. په عین حال کې د مصر د اخوان المسلمین غورځنګ مشر ټینګار وکړ چې د مصر د خلکو تر ټولو مهمه غوښتنه، د مبارک د طاغوتی رژیم نسکوریدل دی چې تر اوسه پورې یې د خلکو لپاره له دروغو او دوکې پرته بل کار نه دی کړی. د مصر د اخوان المسلمین مشر، محمد بدیع د الجزیرې ټلویزیونی چینل سره په مرکه کې ټینګار وکړ چې د مبارک رژیم په دروغو عادت شوی دی او د مصر د ستونزې یوازینۍ حل لاره، د هغه نسکوریدل دی. بدیع په ډاګه کړه چې د مصر خلک نور تر پوزې راغلی دی او غواړی چې د هغه رژیم له شره وژغورل شی چې هغوی یې د انسانست له لومړنیو حقوقو هم بې برخې کړی دی. هغه له واکه د مبارک د ګوښه کېدو، د بېړنی حالت لغوه کېدل او دالشعب او شورا ددروغو او چټی شوراګانو ړنګېدو پر ارزښت ټینګار وکړ او ویې ویل، چې د مبارک رژیم په لسګونو ځله د مصر خلکو ته دروغ ویلی دی او په خپله هیڅ ژمنه یې هم عمل نه دی کړی. د بدلون لپاره د ملی جمعیت مشر، محمد البرادعی هم ټینګار وکړ چې په مصر کې د بدلون انقلاب کاروان په ځواک سره د حرکت په حال کې دی. هغه وویل چې ددې وخت را رسیدلی چې د مصر رژیم پوهیږی چې ددغه هېواد ملت به ښایی بې وزله وی، خو هوښیار او ویښ دی او د مبارک تر نسکوریدو پورې خپلې غوسې ته دوام ورکوی. سالار
  • منبع: ایرکا خبری آژانس
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

  • پرونده‌های ویژه خبری
  • اخبار ویژه مهاجرین
  • پربازدیدترین‌ها
  • گزارش
  • علاقه‌مندی‌ها
زبان:
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.