خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
دطاغوت نسکوریدل د مصر د خلکو تر ټولو مهمه غوښتنه

زمان تقریبی مطالعه: 3 دقیقه
د قاهرې د التحریر میدان هماغه شان د هغو معترضینو د غونډېدو ځای دی چې د حسنی مبارک د دیکتاتور رژیم د نسکوریدو غوښتوونکی دی.
د مصر مختلفې پرګنې هماغه شان د مبارک د ګوښه کېدو شعارونه ورکوی.
مصری اعتراض کوونکو اعلان کړی دی چې د حسنی مبارک مرستیال، عمر سلیمان ته د واک انتقالولو وړاندېز مطرحول نه منی او د حسنی مبارک تر پرځېدو پورې به خپلو لاریوونونو ته دوام ورکړی.
عمر سلیمان ته د مصر خلکو په داسې وخت کې د نه ځواب په ډاګه کړی دی چې امریکا له اوسنی وضعیته د مصر د ایستلو لپاره، واک ته د عمر سلیمان د رسیدو لپاره مخه کړې ده.
آن د امریکا ولسمشر بارک اوباما په تلویحی توګه له مبارکه غوښتی دی چې واک پرېږدی.
په دې توګه شواهد ددې ښودنه کوی چې، د مصر له خلکو سره نور د مبارک دنږدې کسانو لپاره ځای نه شته.
ټول مصر د مبارک او ددولت ټولو هغو وزیرانو او کسانو پرضد غوسه دی چې ددېرش کالو په اوږدو کې یې ددغه هېواد پرخلکو د ظلم او سرزورۍ حکومت وتاپه.
اوسمهال قاهره په ځانګړې توګه ددغه ښار التحریر میدان، د مصر د ملت دغوسې مرکز دی.
د مصر نور ښارونه هم هماغه شان د اعتراض کوونکو خلکو برخه ده.
په عین حال کې د مصر د اخوان المسلمین غورځنګ مشر ټینګار وکړ چې د مصر د خلکو تر ټولو مهمه غوښتنه، د مبارک د طاغوتی رژیم نسکوریدل دی چې تر اوسه پورې یې د خلکو لپاره له دروغو او دوکې پرته بل کار نه دی کړی.
د مصر د اخوان المسلمین مشر، محمد بدیع د الجزیرې ټلویزیونی چینل سره په مرکه کې ټینګار وکړ چې د مبارک رژیم په دروغو عادت شوی دی او د مصر د ستونزې یوازینۍ حل لاره، د هغه نسکوریدل دی.
بدیع په ډاګه کړه چې د مصر خلک نور تر پوزې راغلی دی او غواړی چې د هغه رژیم له شره وژغورل شی چې هغوی یې د انسانست له لومړنیو حقوقو هم بې برخې کړی دی.
هغه له واکه د مبارک د ګوښه کېدو، د بېړنی حالت لغوه کېدل او دالشعب او شورا ددروغو او چټی شوراګانو ړنګېدو پر ارزښت ټینګار وکړ او ویې ویل، چې د مبارک رژیم په لسګونو ځله د مصر خلکو ته دروغ ویلی دی او په خپله هیڅ ژمنه یې هم عمل نه دی کړی.
د بدلون لپاره د ملی جمعیت مشر، محمد البرادعی هم ټینګار وکړ چې په مصر کې د بدلون انقلاب کاروان په ځواک سره د حرکت په حال کې دی.
هغه وویل چې ددې وخت را رسیدلی چې د مصر رژیم پوهیږی چې ددغه هېواد ملت به ښایی بې وزله وی، خو هوښیار او ویښ دی او د مبارک تر نسکوریدو پورې خپلې غوسې ته دوام ورکوی.
سالار
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.