خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishالعربيةپښتو
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
خبرگزاری افغان ایرکا
خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
تاریخ انتشار: 1389/11/17 0:0کد خبر: 3873

راتلونکې سې شنبې د ولسی جرګې مشرتابه ته نوې څیرې کاندیدیږی

راتلونکې سې شنبې د ولسی جرګې مشرتابه ته نوې څیرې کاندیدیږی  - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه

له اوږدو بحثونو وروسته د یکشنبې په ورځ د ولسی جرګې غړی دې نتیجې ته ورسېدل، چې یو ځلې بیا له نوېو څیرو سره انتخاباتو ته ولاړ شی. د ولسی جرګې لنډ مهالې مشر سرورعثمانی د غونډې په پای کې وویل، د سې شنبې په ورځ به نوی څیرې ځانونه دې پوست ته کاندیدوی او له وکیلانو څخه به رایې ترلاسه کوی. د ولسی جرګې لنډ مهالی پلاوی وویل، هغه وکیلان چې غواړی ځانونه دې پوست ته کاندید کړی خپل نومونه دې اداری پلاوی ته وسپاری: (هرهغه محترم وکیل صاحب چې د ولسی جرګې د ریاست مقام ته ځانونه کاندیدوی په لیکلې بڼه دې خپل غوښتنلیک جناب موقت مشر ته وسپاری.) نوموړی دا پریکړه وروسته له هغې وکړه، چې د ولسی جرګې د کورنۍ دندې د مادې د بدلون او همدا شان د سپینو رایو د برخلیک په اړه بحثونو زور اخیستې وو، خو ځینې وکیلان په دې نظر وو چې اوس د ولسی جرګې د کورنیو دندو د کړن لارې د بدلون وخت نه دی او په دې اړه زیات بحث هم باید ونه شی. دوی وایی، هر وکیل کولای شی دې پوست ته ځان کاندید کړی او د اساسی قانون له مخې باید دا بهیر پرمخ ولاړ شی او نوې څیرې میدان ته راووځی. د ولسی جرګې غړې شکریه بارکزۍ وایی، دوی کومه نوې موضوع نه لری چې سره او شنه کارتونه دې ورته جګ شی. نوموړې له لنډ مهالی مشر څخه غوښتنه وکړه، چې بحثونه دې ودروی او له قانون سره سم دې دریم ځل انتخابات ترسره کړی: (مونږ کومه نوې موضوع یا نوې طرحه نه لرو، چې د هغې لپاره شنه او سره کارتونه جګ کړو. کومه لړۍ چې د کورنۍ دندې د اصولو له مخې باید پرمخ ولاړه شی هغه له نوېو څیرو سره بیا انتخابات دی. تاسې څنګه کولای شی، چې د وکیلانو په قانونی حق باندې رایه اچونه وکړی لطفآ له بې ځایه بحثونو او وخت ضایع کولو څخه ډډه وکړئ.) د ولسی جرګې د مشر ټاکلو په هدف تر اوسه دوه ځله انتخابات شوی چې دواړه ځله دویم پړاو ته تللی او بې نتیجې پای ته رسیدلی. د ولسی جرګې د کورنې دندو له مخې هغه وکیل کولای شی ددې جرګې مشر شی چې غوڅ اکثریت یا پنځوس جمع یو رایې ترلاسه کړی. ځینې افغان کتونکی په دې باور دی که ولسی جرګه د سپینو رایو په برخلیک او یا هم د کورنې دندو د کړن لارې په بدلون، موافقې ته سره ونه رسیږی دغه ستونزمنه لړۍ به تر ډیره دوام وکړی.
  • منبع: ایرکا خبری آژانس
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

  • پرونده‌های ویژه خبری
  • اخبار ویژه مهاجرین
  • پربازدیدترین‌ها
  • گزارش
  • علاقه‌مندی‌ها
زبان:
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.