خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
په سالنګونو کې د طبیعی پېښو په وړاندې جدی تدابیر نیول شوی

زمان تقریبی مطالعه: 3 دقیقه
د چارواکو په وینا په روان ژمی کې په سالنګونو کې د طبیعی پېښو په مهال د مسافرینو د مرګ ژوبلې د مخنیوی لپاره په نیول شوېو تدابیرو کې د ژغورنې د خونو او روغتیایی کلنیکونو جوړول شامل دی.
د پروان والی عبدالبصیر سالنګی، چې د یکشنبې په ورځ په کابل کې یوې خبری غونډې ته وویل، چې اوس مهال د سالنګ په غرونو له یو میټر زیاته، حال دا، چې د غرونو ډډو ته یو میټر واوره پرته ده.
د ښاغلی سالنګی په وینا د دوی جوړې شوې د ژغورنې اته خونې د شاوخوا سلو کسانو د ساتلو وړتیا لری او همدا راز ګرځنده روغتیایی ډلې په یو وخت کې کولای شی، چې شاوخوا سل کسان تر درملنې لاندې ونیسی.
ده زیاته کړه، چې په سالنګونو کې د دوی تدابیر، چې شاوخوا دوه نیم میلیونه افغانۍ کیږی، د دولت له بودیجې نه برابر شوی:
"اوس مهال په جنوبی سالنګ کې په اتو هغو سیمو کې چې زیانمن وی د ژغورنې خونې جوړې شوی دی، چې د سلو کسانو د ځاېدو وړتیا لری،کلینک هم شته چې د سلو کسانو د بستر کېدو وړتیا لری، کومه ستونزه نه لرو اوس مهال،درې زره تختې کمپلې مو هم په دې خونو کې ځای پرځای کړی دی.
په ژغورونکو خونو کې د ښځو نارینه وو او ماشومان لپاره جامې هم شته دی، کافی درمل لرو،خوراکی مواد مو هم په کې ځای پر ځای کړی دی، چې د اته څلویښت ساعتونو په موده کې د سلو کسانو لپاره دی او په هرځای کې څلور ټڼه د سوند مواد هم شته دی چې هیڅ ستونزه نه وینو د اوس لپاره."
د پروان والی په سالنګونو کې له طبیعی پېښو سره د مبارزې لپاره دا تیارۍ په داسې حال کې بیانوی، چې شاوخوا یو کال مخکې دې په خپله په دغه سیمه کې د واورو د خوېدو د خونړېو پېښو شاهد وو.
تیر کال د سلواغې په اتلسمه نېټه په سالنګونو کې د واورې د خوېدو څو پرله پسې پېښو په لس ګونو هغه مسافرین د مرګ په خوب ویده کړل، چې له دې سیمې د تیرېدو په حال کې وو.
د پروان والی همدا راز وویل، چې دوی په روان ژمی کې په سالنګونو کې د مسافرینو د خوندی ساتلو ترڅنګ هڅه کوی چې د سالنګونو د لویی لارې د بیارغونې لپاره زمینه برابره کړې.
ښاغلی سالنګی وویل، چې دوی د سالنګونو د لویی لارې د بیارغونې لپاره متبادلې لارې پیدا کړی چې دغه متبادلې لارې به په راتلونکو درېو او یا هم څلورو میاشتو کې جوړه شی:
"د راتلونکی کال لپاره موږ کولای شو، چې د غوربند د لارې چارې بشپړې شی، کېدای شی چې د سالنګونو د لارې بدیل شی.
هغه مسافرین چې له شمال څخه جنوب ته سفر کوی وکولای شی چې د غوربند له سړک څخه ګټه واخلی،نو په هغه صورت کې د سالنګ د تونل د جوړېدو کار پیل کیږی.
هغه ځایونه چې په دې تونل کې خراب شوی دی کېدای شی چې په دریو کلونو کې ورغول شی، او په خپله په تونل کې کېدای شی چې ان پنځه کاله کار وشی."
چارواکی داسې مهال د لوېو لارو د جوړلو لپاره هڅې کوی چې د یو شمېر کتونکو په وینا جوړې شوې لویی لارې د طبیعو پېښو د افتونو پر وړاندې خوندی نه دی.
د چارو کتونکی وایی، چې د لویو لارو د جوړلو او یا یی هم د بیارغونې په برخه کې باید د طبیعی پېښو د افتونو د مخنیوی لپاره ډیره پاملرنه وشی.
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.