خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishالعربيةپښتو
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
خبرگزاری افغان ایرکا
خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
تاریخ انتشار: 1389/11/17 0:0کد خبر: 3876

د افغانستان بانک اسلامی بانکی سیستم جاری کوی

د افغانستان بانک اسلامی بانکی سیستم جاری کوی  - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 4 دقیقه

د افغانستان مرکزی بانک تمه کوی، چې د اسلامی بانکی سیستم د قانون په تصویبیدو سره به د هغو خلکو چې په عنعنوی بانکی سیستم زیات باور لری، میلیارډونه ډالر پانګه دې بانکی سیستم ته راجلب کړی. دغه ټکی د افغانستان بانک یوه لوړ رتبه چارواکی رویټرز اژانس ته څرګند کړ، د افغانستان د مرکزی بانک پر مالی چارو د څارنې د څانګې مشر محمد قسیم رحیمی وویل، چې د مرکزی بانک د شریعت بورډ نن غونډه کوی چې د دغه قانون کار بشپړ کړی. له هغه وروسته به دغه قانون د عدلې وزرات او ملی شورا ته د تصویب لپاره استول کیږی او تمه ده چې د سپټمبر په میاشت کې نافذ شی. ښاغلی رحیمی رویټرز اژانس ته وویل، ډیر خلک د بانکی سیستم له خدماتو نه د ګټې یا سود په خاطر چې په اسلام کې حرام دی، ګټه نه پورته کوی. هغه زیاته کړه، په افغانستان کې ډیر خلک که بانکی حساب لری یانه، د اسلامی بانکی سیستم غوښتنه کوی،په افغانستان کې د اولسو فعالو بانکونو په شپږو کې یې د اسلامی بانکی سیستم څانګې فعالې دی. ښاغلی رحیمی زیاته کړه، چې د افغانستان بانک هیله من دی چې د دغه قانون په تصویبیدو سره به په بشپړه توګه اسلامی بانکی سیستم په هېواد کې جاری کړی. د افغانستان د مرکزی بانک د راپور له مخې د 2010 کال د اګست تر میاشتې په دې بانک کې د خلکو د جاری او سپما په حسابونو کې د پیسو اندازه درې زره پنځه سوه اتیا میلیون ډالرو ته رسېده،خو دغه بانک اټکل کوی، چې له بانکې سیستم د باندې تر دیرش میلیارډ ډالرو پورې په جریان کې دی. اسلامی بانکی قانون به بانکی سکتور چې په وروستیو میاشتو کې د رسواېو له امله ورته زیان رسیدلی، بیرته احیا کړی. د افغانستان مرکزی بانک، څه موده وړاندې د لوی خصوصی بانک، کابل بانک چارې وروسته له هغې په لاس کې واخیستې چې په دې بانک کې د 579 میلیون ډالرو د بې نظمۍ او له چارواکو سره د هغو د تړاو پر سر رسوایی راپورته شوه. دغه بحران په هېواد کې چې زیاتو شوېو شخړو ځپلی او پر اداری فساد اندیښنې زیاتې شوی، د بې باورۍ فضا لا زیاته کړه. د کابل بانک د اسلامی بانک دارۍ د څانګې مشر علم همدرد رویټرز ته وویل، چې اسلامی بانکی سیستم به پر بانکونو د خلکو باور بیرته اعاده کړی. هغه زیاته کړه، په کابل بانک کې وروستی بحران وښوده چې اسلامی بانکی سیستم تر ټولو زیات شفاف دی. هغه وویل، موږ دوی ته وښوده چې پیسې یې مطمینې دی او په هغو مشخصو پروژو چې کارونه یې تر سترګو کیږی، ور څخه کار اخیستل کیږی. د کابل بانک د اسلامی بانکدارۍ د څانګې مشر دغه راز وویل، کله چې په کابل بانک کې بحران پیل شو، د اسلامی بانکې سیستم مشترکینو د بانک د عادی مشترکیونو په نسبت له خپلو حسابونو دومره پیسې را ونه ایستې. خو محافظه کاره اسلامی ټولنې ته په دې اړه چې اسلامی بانکی سیستم له عادی بانکی سیستم سره توپیر لری، زده کړه ورکول یو چلینج دی. یو شمېر بانکونه د رسنیو له لارې په دې اړه اعلانونه خپروی یا هم په لېرې پرتو سیمو کې مذهبی ټولنو ته د اسلامی مالی سیستم په اړه معلومات ورکوی. د بانکې ملی افغان اجرایوی ریس خان افضل هډه وال وویل، زموږ اساسی هدف دادی چې خلک له خپلو بالښتونو پیسې راوباسی، او د بانکونو له لارې یې اقتصادی سیستم ته داخلې کړی ترڅو د افغانستان په بیارغونه کې ور څخه کار واخیستل شی. هغه وویل، په بانکې ملی کې په اوس وخت کې د اسلامی بانکی څانګې پانګه 15 میلیون ډالره ده چې د روان کال تر پایه به 50 میلیون ډالرو ته لوړه شی او دا ځکه چې ډیر خلک د دغه سیستم غوښتنه کوی. هغه وویل، په افغانستان کې د اسلامی بانکی سیستم په جاری کېدو سره به په راتلونکو پنځو کلونو کې د خلکو تر شپږ میلیارډ ډالرو پورې سرمایه راجلب کړای شی، که دغه سیستم خلکو ته لکه د کریډیت کارتونو، بانکې کارټونو او له اتومات ماشینونو څخه د پیسو د را ایستلو خدمات ورسوی.
  • منبع: ایرکا خبری آژانس
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

  • پرونده‌های ویژه خبری
  • اخبار ویژه مهاجرین
  • پربازدیدترین‌ها
  • گزارش
  • علاقه‌مندی‌ها
زبان:
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.