خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
د ولسی جرګې د غړو ترمنځ د ریاست لپاره پر کمپاین اختلاف

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه
ولسی جرګې تېره ورځ پرېکړه وکړه، چې د دې جرګې د ریاست لپاره پنځم پړاو ټاکنې به د سې شنبې په ورځ ترسره شی او نویو کاندیدانو ته یوه ورځ وخت ورکړل شو، چې د وکیلانو د رایو د خپلولو لپاره کمپاین وکړی، خو یو شمیر وکیلانو بیا د کمپاین د ترسره کېدو مخالفت کاوه او هغه یې د سیاسی او د پولی معاملو جوړجاړى باله.
د ولسی جرګې لنډ مهاله رئیس محمد سرورعثمانی تېره ورځ د ولسی جرګې په عمومی غونډه کې وویل، چې د جرګې د ریاست د لاسته راوړلو لپاره او د کمپاین په اړه داسې کورنۍ او بهرنۍ ګونګسې او بحثونه روان دی، چې وکیلان د کاندیدانو څخه د رشوت په توګه پیسې اخلی، نود همدې بدنامۍ په خاطر غواړی، چې د جرګې د ریاست لپاره هیچا ته د کمپاین حق ورنکړل شی او ټاکنې سمدستی پیل شی.
بلخوا بیا د ولسی جرګې نور غړی د کمپاین د ترسره کېدو ملاتړ کوی او زیاتوی، چې د دې جرګې د ریاست د دریم او څلورم پړاو ټاکنو په وخت کې پخوانیو کاندید شویو وکیلانو ته د کمپاین وخت ورکړل شوى و، نو راتلونکی کاندیدان هم د کمپاین حق لری، چې د وکیلانو د رایو خپلولو لپاره کمپاین وکړی.
یاده دې وی، چې د ولسی جرګې د پنځم پړاو ټاکنو لپاره، چې د سې شنبې په ورځ به ترسره شی، تر دې مهال ورته د دې جرګې له غړو څخه خالدپښتون، عبدالستارخواصی، انجینرمنورشاه بهادری، ډاکترمحمد ابراهیم ملکزاده، ډاکترمهدی او ملا سید محمداخند ځانونه نومولی دی او د جرګې د ریاست د خپلولو لپاره به په خپلو کې سیالۍ وکړی.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره اونۍ د ولسی جرګې د ر یاست لپاره نهو تنو استاد سیاف، محمد یونس قانونی، حاجی ظاهرقدیر، میرویس یاسینی، صدیق احمد عثمانی، هماسلطانی، سیداسحق ګیلانی، عبیدالله رامین اوبکتاش سیاوش ځانونه نومولی و، چې د دوى ترمنځ د سیالیو په پاى کې یو یې هم ونشواى کولى د دغې جرګې پنځوس جمع یو یا قاطع اکثریت ترلاسه کړی، او په دې ترتیب سره د ولسی جرګې د ریاست ټاکنې پنځم پړاو ته لاړې.
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.