خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishالعربيةپښتو
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
خبرگزاری افغان ایرکا
خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
تاریخ انتشار: 1389/11/18 0:0کد خبر: 3903

د ولسی جرګې د غړو ترمنځ د ریاست لپاره پر کمپاین اختلاف

د ولسی جرګې د غړو ترمنځ د ریاست لپاره پر کمپاین اختلاف - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه

ولسی جرګې تېره ورځ پرېکړه وکړه، چې د دې جرګې د ریاست لپاره پنځم پړاو ټاکنې به د سې شنبې په ورځ ترسره شی او نویو کاندیدانو ته یوه ورځ وخت ورکړل شو، چې د وکیلانو د رایو د خپلولو لپاره کمپاین وکړی، خو یو شمیر وکیلانو بیا د کمپاین د ترسره کېدو مخالفت کاوه او هغه یې د سیاسی او د پولی معاملو جوړجاړى باله. د ولسی جرګې لنډ مهاله رئیس محمد سرورعثمانی تېره ورځ د ولسی جرګې په عمومی غونډه کې وویل، چې د جرګې د ریاست د لاسته راوړلو لپاره او د کمپاین په اړه داسې کورنۍ او بهرنۍ ګونګسې او بحثونه روان دی، چې وکیلان د کاندیدانو څخه د رشوت په توګه پیسې اخلی، نود همدې بدنامۍ په خاطر غواړی، چې د جرګې د ریاست لپاره هیچا ته د کمپاین حق ورنکړل شی او ټاکنې سمدستی پیل شی. بلخوا بیا د ولسی جرګې نور غړی د کمپاین د ترسره کېدو ملاتړ کوی او زیاتوی، چې د دې جرګې د ریاست د دریم او څلورم پړاو ټاکنو په وخت کې پخوانیو کاندید شویو وکیلانو ته د کمپاین وخت ورکړل شوى و، نو راتلونکی کاندیدان هم د کمپاین حق لری، چې د وکیلانو د رایو خپلولو لپاره کمپاین وکړی. یاده دې وی، چې د ولسی جرګې د پنځم پړاو ټاکنو لپاره، چې د سې شنبې په ورځ به ترسره شی، تر دې مهال ورته د دې جرګې له غړو څخه خالدپښتون، عبدالستارخواصی، انجینرمنورشاه بهادری، ډاکترمحمد ابراهیم ملکزاده، ډاکترمهدی او ملا سید محمداخند ځانونه نومولی دی او د جرګې د ریاست د خپلولو لپاره به په خپلو کې سیالۍ وکړی. دا په داسې حال کې ده، چې تېره اونۍ د ولسی جرګې د ر یاست لپاره نهو تنو استاد سیاف، محمد یونس قانونی، حاجی ظاهرقدیر، میرویس یاسینی، صدیق احمد عثمانی، هماسلطانی، سیداسحق ګیلانی، عبیدالله رامین اوبکتاش سیاوش ځانونه نومولی و، چې د دوى ترمنځ د سیالیو په پاى کې یو یې هم ونشواى کولى د دغې جرګې پنځوس جمع یو یا قاطع اکثریت ترلاسه کړی، او په دې ترتیب سره د ولسی جرګې د ریاست ټاکنې پنځم پړاو ته لاړې.
  • منبع: ایرکا خبری آژانس
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

  • پرونده‌های ویژه خبری
  • اخبار ویژه مهاجرین
  • پربازدیدترین‌ها
  • گزارش
  • علاقه‌مندی‌ها
زبان:
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.