خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishالعربيةپښتو
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
خبرگزاری افغان ایرکا
خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
تاریخ انتشار: 1389/11/21 0:0کد خبر: 3947

افغان ملی ځواکونه د امنیتی چارو مسؤلیت سپارل

افغان ملی ځواکونه د امنیتی چارو مسؤلیت سپارل - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 3 دقیقه

ملی دفاع وزارت چارواکی وایی،چې د2014 میلادی کال وروسته به افغان ملی اردو د دې توان ولری، چې له نړیوالو ځواکونو څخه د امنیتی چارو مسولیت پرغاړه واخلی. د ملی دفاع وزارت ویاند تورنجنرال ظاهرعظیمی د چارشنبې په ورځ د یوې خبری غونډې پرمهال وویل، چې له 2014 میلادی کال وروسته له نړیوالو ځواکونو څخه د امنیتی چارو مسولیت د اخستلو پروسه به په دریو ګتګوریو وویشل شی، چې په ترتیب سره به افغان امنیتی ځواکونو ته د چارو واګی وسپارل شی، او د دې کار د ترسره کېدو لپاره دا مهال یو ګډ کمیسیون کارکوی. د ملی دفاع وزارت ویاند تورنجنرال ظاهر عظیمی په وینا له 2014 کال وروسته د نړیوالو ځواکونو وتل په هغه صورت کې اړینه ده، چې افغان امنیتی ځواکونه په بشپړه توګه سمبال او و روزل شی او د پخوا په پرتله ورته ډېره پاملرنه وشی. عظیمی په وینا نړیوال ځواکونه، چې له کومې مودې راهیسې په افغانستان کې نظامی حضور لری، نو یواځې یې له تېرو دریو یا څلورو کلونو راهیسې د افغان امنیتی ځواکونو روزنې او سمبالنې ته پاملرنه کړې ده، او همداراز د امنیتی چارو سپارل هغه وخت مثبته تمامېداى شی، چې ملی اردو او نور امنیتی ځواکونه په درونو وسلوسمبال او ښه روزنه ورکړل شی. خو د سیاسی او نظامی چارو کارپوهان په دې نظر دی، چې نړیوالو ځواکونو په قصدی توګه له تېرو لسو کلونو راهیسې د افغان امنیتی ځواکونو روزنې او سمبالنې ته هیڅ راز پاملرنه نه ده کړې. یو شمېر نور د چارو شنونکی او عام افغانان بیا په دې نظر دی، چې د بهرنیو ځواکونو د وتلو په صورت کې به یوځل بیا د اویایمې لسیزې په شان خپلمنځی جګړې پیل او ملی اردو به وپاشل شی او له منځه به لاړه شی، دا ځکه چې د ملی اردو په لیکو کې قومی تناسب په نظر کې نه دى نیول شوى او یو زیات شمېر سرتیری د بیلابیلو تنظیمی مشرانو پورې اړوند دی. خو د ملی دفاع وزارت ویاند ظاهرعظیمی وایی، چې افغان ملی اردو د قوم او سمت په نظر کې نیولو سره نه ده رامنځته شوې بلکې د ملی اردو په لوړو پوستونو کې وړتیا او مسلکی والی ته لومړیتوب ورکول کېږی. له بلې خوا جمهور رئیس کرزی تېره ورځ د یوې خبری غونډې پرمهال هغه اوازې په کلکه رد کړې، چې ګنې د 2014 کال وروسته به بیا خپلمنځی جګړې پیل شی او ده داشان اوازې د بهرنیانو د تبلیغاتو یوه برخه وبلله. جمهور رئیس کرزی دغه راز زیاته کړه، چې دوى به د 2014 کال وروسته خپل امنیتی ځواکونه او په ځانګړې توګه هوایی ځواک په درنو وسلو سمبال او په ښه توګه وروزی ترڅو د خپلې خاورې د ملی ګټو ساتلو لپاره په خپل ځان بسیا و اوسی. بل پلوته ملی دفاع وزارت چارواکی وایی، دامهال د ملی اردو په روزنیزو 17 مرکزونو کې شاوخوا شل زره افغان ځوانان په روزنه بوخت دی، چې په ټوله کې د ملی اردو شمېره له یو سلو پنځو سو زرو اوړی. د ملی دفاع وزارت په وینا دامهال د ملی اردو کلنى مصرف شاوخوا یولس میلیونه ډالره او د نړیوالو ځواکونو سل میلیارده ډالره اټکل شوى، او د دوى په وینا که چېرې د نړیوالو ځواکونو د دې پیسو لږه برخه په افغان امنیتی ځواکونوولږول شی نو بې له شکه به د امنیتی چارو ټول مسولیت پرخپل غاړه واخلی.
  • منبع: ایرکا خبری آژانس
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

  • پرونده‌های ویژه خبری
  • اخبار ویژه مهاجرین
  • پربازدیدترین‌ها
  • گزارش
  • علاقه‌مندی‌ها
زبان:
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.