خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
په مصر کې د ولسی پاڅون اووه لسمه ورځ

زمان تقریبی مطالعه: 3 دقیقه
په مصر کې د ولسی پاڅون 17مه ورځ په داسې شرایطو کې پیل شوې ده چې د مصر پوځ د ولسمشرۍ ماڼې او ددغه هېواد د راډیو ټلویزیون ودانۍ او پلازمېنه، قاهره په پوځی اډې بدله کړې ده.
دا په داسې حال کې ده چې په تېرو ورځو کې د مصر د لومړی وزارت ودانۍ او پارلمان ودانۍ هم خالی شوې دی او د مصر لومړی وزیر، احمد شفیق د کابینې ناستې د هوایی چلند وزارت په ودانۍ کې ترسره کړې دی.
په مصر کې د ولسی پراخو اعتراضونو په درېیمه اونۍ کې، د اعتراض کوونکو مشرانو، د حسنی مبارک له رژیم سره د هرډول خبرو اترو په ردولو سره، د هغه د حکومت پرځېدل د خلکو اصلی غوښتنه بللې ده او د اخوان المسلمین غورځنګ په مصر کې د یوه ولسی غورځنګ په توګه، دمبارک له دولت سره د هرډول خبرو اترو په ردولو سره، مبارک ته وخت ورکړی دی چې په یوه اونۍ کې له واکه څنګ ته شی.
د مصر مشرانو له خلکو غوښتنی دی چې د خپلو غوښتنو د پرځایښت تر وخته پورې چې له واکه د مبارک لرې کېدل او په اساسی قانون کې بدلون دی، په واټونو کې پاتې شی او د مبارک ددولت پرضد خپلو لاریونونو ته دوام ورکړی.
په عین حال کې د مبارک د رژیم د مخالفو ډلو او ګوندونو خبرې اترې او سلا مشورې، د مبارک د 31 کلن رژیم د پرځېدو په موخه د مصر د کلکې ارادې ښودنه کوی.
د مبارکه ولاړ شه غږنو انګازو کابو درې اونۍ کېږی چې د قاهرې اسمان یې په لړره راوستلی او هغه هم په داسې حال کې چې مبارک د وخت په ضایع کولو په دې لټه کې دی چې ورو ورو د مصر پاڅون وځنډوی.
په دې منځ مان کې هم جرمنی ته د درملنې لپاره د مبارک د ستنولو سناریو، هغه تکراری سناریو ده چې لویدیځ د زور په شرایطو کې د مبارک د ایستلو لپاره مطرح کړې ده تر څو هغه واک په ډاډه زړه خپل ځای ناستی ته ورکړی.
اوس په مصر کې د ګوندونو، ډلو او خلکو غوښتنې، د مبارک ددولت پرځېدل او د اساسی قانون بدلون دی.
حسنی مبارک له 1981 میلادی کاله پر مصر د ولسمشر په توګه حکومت کوی او اوس له 30 کالو وروسته د مصر خلک له واکه د مبارک د لرې کېدواو د نوموړی د محاکمه کېدو غوښتنه کوی.
شک نه شته چې د مصر په التحریر میدان کې د معترضانو د راټولیدو دوام،ددغه هېواد د واکمنانو پر سیاسی بندون ټینګار دی.
نو ځکه د نظر خاوندان په مصر کې ولسی ویښېدا نه یوازې د مصر ملت لپاره یوه ستره بریا ګڼې، بلکې د سیمې د ملتونو بریالیتوب یې ګڼی چې له دې وروسته به له خپلو ظالمو او میراثی حکومتونو ارامه خوب واخلی.
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.