خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishالعربيةپښتو
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
خبرگزاری افغان ایرکا
خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
تاریخ انتشار: 1389/11/21 0:0کد خبر: 3969

په مصر کې د ولسی پاڅون اووه لسمه ورځ

په مصر کې د ولسی پاڅون اووه لسمه ورځ  - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 3 دقیقه

په مصر کې د ولسی پاڅون 17مه ورځ په داسې شرایطو کې پیل شوې ده چې د مصر پوځ د ولسمشرۍ ماڼې او ددغه هېواد د راډیو ټلویزیون ودانۍ او پلازمېنه، قاهره په پوځی اډې بدله کړې ده. دا په داسې حال کې ده چې په تېرو ورځو کې د مصر د لومړی وزارت ودانۍ او پارلمان ودانۍ هم خالی شوې دی او د مصر لومړی وزیر، احمد شفیق د کابینې ناستې د هوایی چلند وزارت په ودانۍ کې ترسره کړې دی. په مصر کې د ولسی پراخو اعتراضونو په درېیمه اونۍ کې، د اعتراض کوونکو مشرانو، د حسنی مبارک له رژیم سره د هرډول خبرو اترو په ردولو سره، د هغه د حکومت پرځېدل د خلکو اصلی غوښتنه بللې ده او د اخوان المسلمین غورځنګ په مصر کې د یوه ولسی غورځنګ په توګه، دمبارک له دولت سره د هرډول خبرو اترو په ردولو سره، مبارک ته وخت ورکړی دی چې په یوه اونۍ کې له واکه څنګ ته شی. د مصر مشرانو له خلکو غوښتنی دی چې د خپلو غوښتنو د پرځایښت تر وخته پورې چې له واکه د مبارک لرې کېدل او په اساسی قانون کې بدلون دی، په واټونو کې پاتې شی او د مبارک ددولت پرضد خپلو لاریونونو ته دوام ورکړی. په عین حال کې د مبارک د رژیم د مخالفو ډلو او ګوندونو خبرې اترې او سلا مشورې، د مبارک د 31 کلن رژیم د پرځېدو په موخه د مصر د کلکې ارادې ښودنه کوی. د مبارکه ولاړ شه غږنو انګازو کابو درې اونۍ کېږی چې د قاهرې اسمان یې په لړره راوستلی او هغه هم په داسې حال کې چې مبارک د وخت په ضایع کولو په دې لټه کې دی چې ورو ورو د مصر پاڅون وځنډوی. په دې منځ مان کې هم جرمنی ته د درملنې لپاره د مبارک د ستنولو سناریو، هغه تکراری سناریو ده چې لویدیځ د زور په شرایطو کې د مبارک د ایستلو لپاره مطرح کړې ده تر څو هغه واک په ډاډه زړه خپل ځای ناستی ته ورکړی. اوس په مصر کې د ګوندونو، ډلو او خلکو غوښتنې، د مبارک ددولت پرځېدل او د اساسی قانون بدلون دی. حسنی مبارک له 1981 میلادی کاله پر مصر د ولسمشر په توګه حکومت کوی او اوس له 30 کالو وروسته د مصر خلک له واکه د مبارک د لرې کېدواو د نوموړی د محاکمه کېدو غوښتنه کوی. شک نه شته چې د مصر په التحریر میدان کې د معترضانو د راټولیدو دوام،ددغه هېواد د واکمنانو پر سیاسی بندون ټینګار دی. نو ځکه د نظر خاوندان په مصر کې ولسی ویښېدا نه یوازې د مصر ملت لپاره یوه ستره بریا ګڼې، بلکې د سیمې د ملتونو بریالیتوب یې ګڼی چې له دې وروسته به له خپلو ظالمو او میراثی حکومتونو ارامه خوب واخلی.
  • منبع: ایرکا خبری آژانس
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

  • پرونده‌های ویژه خبری
  • اخبار ویژه مهاجرین
  • پربازدیدترین‌ها
  • گزارش
  • علاقه‌مندی‌ها
زبان:
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.