شاه محمود قریشی نن وویل، په پاکستان کې دامریکا سفیرپه تیلفونی خبرو کې ترې غوښتی، چې د امریکایی قاتل ریموند دیویس سندونه بدل کړی آو دیپلماتیک مصونیت ورته ورکړی. خو هغه ورته منفی ځواب ورکړی.
هغه زیاته کړه دامریکا سفیر دده په ځواب کې ویلی دی که داسې کار ونکړی نو امریکا ته په سفر کې به له هیلرې کلنټن سره دې کتنه هم امکان ونلری.
قریشی وویل،په خارجه وزارت کې یې د امریکایی قاتل د سندونو له بدلونه مخنیوی وکړ، او له څیړنو وروسته روښانه شوه چې هغه دیپلومات نه دی.
شاه محمود قریشی پرون دنوې کابینې دلوړې په مراسمو کې ګډون ونکړ او ویلی یې دی، تر هغه وخته چې په خارجه وزارت کې لاسوهنې ختمې نشی ، حاضر نه دی چې هلته کار ته دوام ورکړی.
په عین حال کې د پاکستان دخارجه وزارت قائم مقام سلمان بشیر بیګاه وویل، دبهرنیو چارو په وزارت کې د دیویس سنددونه نه دی بدل شوی، او باید د یوه کس لپاره د دوه هیوادونو پخوانۍ اړیکې خرابې نشی.