خبرگزاری افغان ایرکا | Afghan Irca News Agency
تاریخ انتشار: 1389/11/27 0:0کد خبر: 4070

جنرال ډیویډ پیټریئوس به په افغانستان کې دنده پرېنږدی

جنرال ډیویډ پیټریئوس به په افغانستان کې دنده پرېنږدی - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه

د امریکا دفاع وزارت (پنتاګون) ویلی دامریکا په مشرۍ دایتلافی ځواکونو دقومندان جنرال ډېوېډ پیټریوس دنده به په افغانستان کې ژر پای ته ونه رسېږی . وړاندې د برتانیا ټایمز ورځپاڼې د خپلو سرچینو په حواله ویلی و، چې د روان 2011 کال له پای ته رسېدو مخکې به پیټریوس خپله دنده پرېږدی . دپنتاګان یوه ویاند دټایمز درپوټ په غبرګون کې ډاډ ورکړی چې جنرال ډېوېډ پیترېوس به په افغانستان کې خپله دنده پرېنږدی . د سرچینې په وینا،په افغانستان کې د مېشتو سوله ساتو ځواکونو (ایساف) دنده به د مهال وېش له مخې په تدریجی ډول پای ته ورسېږی، خو دا وخت لانه دی رارسېدلی . نوموړی د جنرال سټېنلی مککرېسټل له لیرې کېدو وروسته د بارک اوباما له خوا د هغه ځاى ناستی وټاکل شو . وړاندې واشنګټن پوست هم لیکلی وو چې په پام کې ده د روان کال تر پایه به امریکا په افغانستان کې دپیټریوس او سفیر کارل ایکنبیری په ګډون خپل جګپوړی پوځی او ناپوځی مشران بدل کړی . خو نورو امریکایی چارواکو د واشنګټن پوست پر رپوټ څه غبرګون نه دی ښودلی . دبارک اوباما دولت اعلان کړی، چې له افغانستانه به په تدریجی ډول امریکایی ځواکونه ووځی، چې د روان کال له جولای میاشتې به دا لړۍ پیلېږی .
  • منبع: ایرکا خبری آژانس
  • لینک کوتاه

تگ‌ها:

نظرات مخاطبان