د امریکا دفاع وزارت (پنتاګون) ویلی دامریکا په مشرۍ دایتلافی ځواکونو دقومندان جنرال ډېوېډ پیټریوس دنده به په افغانستان کې ژر پای ته ونه رسېږی .
وړاندې د برتانیا ټایمز ورځپاڼې د خپلو سرچینو په حواله ویلی و، چې د روان 2011 کال له پای ته رسېدو مخکې به پیټریوس خپله دنده پرېږدی .
دپنتاګان یوه ویاند دټایمز درپوټ په غبرګون کې ډاډ ورکړی چې جنرال ډېوېډ پیترېوس به په افغانستان کې خپله دنده پرېنږدی .
د سرچینې په وینا،په افغانستان کې د مېشتو سوله ساتو ځواکونو (ایساف) دنده به د مهال وېش له مخې په تدریجی ډول پای ته ورسېږی، خو دا وخت لانه دی رارسېدلی .
نوموړی د جنرال سټېنلی مککرېسټل له لیرې کېدو وروسته د بارک اوباما له خوا د هغه ځاى ناستی وټاکل شو .
وړاندې واشنګټن پوست هم لیکلی وو چې په پام کې ده د روان کال تر پایه به امریکا په افغانستان کې دپیټریوس او سفیر کارل ایکنبیری په ګډون خپل جګپوړی پوځی او ناپوځی مشران بدل کړی .
خو نورو امریکایی چارواکو د واشنګټن پوست پر رپوټ څه غبرګون نه دی ښودلی .
دبارک اوباما دولت اعلان کړی، چې له افغانستانه به په تدریجی ډول امریکایی ځواکونه ووځی، چې د روان کال له جولای میاشتې به دا لړۍ پیلېږی .
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
تگها: