خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishالعربيةپښتو
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
خبرگزاری افغان ایرکا
خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
تاریخ انتشار: 1389/11/28 0:0کد خبر: 4086

مایک مولن: په افغانستان کې به جګړې سختې شی

مایک مولن: په افغانستان کې به جګړې سختې شی - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه

د امریکا یو جګ پوړی پوځی مقام وایی، په افغانستان کې به روان میلادی کال نښتې له تېرکاله، چې اوج ته ورسېدې نورې هم زیاتې شی. د امریکا لوی درستیز ادمیرل مایک مولن دا وړاندوینه په داسې وخت کې کوی چې واشنګټن ژمنه کړې ده چې را روان اوړی به له افغانستانه د خپلو پوځیانو د ایستلو بهیر پیلوی. مایک مولن د امریکا د استازېو جرګې پوځی کمېټې ته په یوه استولی بیان کې څرګنده کړه، چې ددوى له اټکل سره سم به په دوه زره یولسم کال کې تر تیرکال نښتې زیاتې شی. امیرالبحر مولن په دې برخه کې دې ته اشاره نه ده کړې، چې د جګړو له ډیرېدو سره به د امریکایی پوځیانو تلفات هم ډیر شی که نه د امریکا جمهوررئیس بارک اوباما په دوه زره نهم کال کې افغانستان ته د دیرش زره اضافی امریکایی عسکرو د استولو پریکړه وکړه څو پر طالبانو فشار زیات شی او دې ته زمینه برابره شی چې امریکایی پوځیان له افغانستانه د دوه زره یولسم کال له جولاى څخه وتل پیل کړی. مایک مولن په خپل بیان کې چې د استازېو جرګې پوځی کمېټې ته یې استولی دی دا هم ویلې دی چې د طالبانو پرضد پرمختګونه شوی دی خو دا هڅې په افغانستان کې د کمزوری حکومت او د بیا رغاونې په برخه کې د کمزور و هڅو تر سیوری لاندې راغلی دی.
  • منبع: ایرکا خبری آژانس
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

  • پرونده‌های ویژه خبری
  • اخبار ویژه مهاجرین
  • پربازدیدترین‌ها
  • گزارش
  • علاقه‌مندی‌ها
زبان:
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.