خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
دبحرین حکومت باید استعفا ورکړی

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه
دبحرین دترټولو ستر ګوند مشر له حکومته وغوښتل استعفا ورکړی .
دبحرین دترټولو ستر سیاسی ګوند مشر علی سلمان چې دپارلمان له څلویښتو څوکیو اتلس په اختیار کښې لری په منامې کښې دحکومت پرضد په مظاهره چیانو دپولیسو له خونړۍ حملې وروسته دحکومت داستعفا کولو غوښتنه وکړه .
دبحرین دستر سیاسی ګوند الوفاق په شمول دحکومت مخالفانو ګوندونو په یوې بیانې کښې دحکومت داستعفا کولو او دجرمونو دپلټنې لپاره دنوې حکومت دجوړیدا غوښتنه کړی تده .
بل خبر داچې په یمن کښې هم زیاتو خلکو دولسمشر علی عبدالله صالح پرضد پراخې مظاهرې کړی او پولیسو دولس کسان په ډزو ووژل او ګڼ شمیر نور یې ژوبل هم کړل .
په لیبیا کښې هم دمعمر قزافی پرضد خلکو مظاهرې کړی او امنیتی ځواکونو په ډزو باندې تراوسه شپږ کسان وژلی دی او په لسګونو نور یې ژوبل کړی هم دی .
په اکثرو عربو هیوادونو کښې ددیکتاتورانو پرضد چې لسګونو او سلګونو کلونه کیږی دانګلستان او امریکا په مټ قدرتونه په لاس کښې لری سختې مظاهرې پیل شوی چې دغه ګوډاګی عرب واکمنانان یې سخت ویرولی دی .
په دې ډول چې دبحرین او باچا شیخ حمد بن عیسی ال خلیفه او دیمن ولسمشر علی عبدالله صالح په ټیلی فونی خبرو کښې په دواړو هیوادونو کښې دامنیت او ثبات په ټینګیدا ټینګار کړی دی .
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.