خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
30 وسله وال طالبان له دولت سره یو ځاى شول

زمان تقریبی مطالعه: 1 دقیقه
ځایی چارواکو په کندهار کې له دولت سره د 30 تنو وسله والو طالبان د یو ځاى کېدو خبر ورکړ.
ویل کې دا لومړى ځل دى، چې وسله وال طالبان له خپلو وسله سره دولت ته ځانونه تسلیموی.
د کندهار والی ډاکټر توریالی ویسا، په دې اړه رسنیو ته وویل، چې دغه کسان د حاجی تور جان په نوم د طالبانو د یوه مهم قوماندان په مشرۍ له دولت سره یو ځاى شول.
نوموړی زیاته کړه، چې حکومت به له تسلیم شویو طالبانو سره لومړنۍ مرستې و کړی، څو دوى بېرته خپل عادی ژوند ته راوګرځی.
دا په داسې حال کې ده، چې په دې ولایت کې لا د سولې د عالی شورا تشکیل نه دى اعلان شوى، چې د والی په خبره، په دې برخه کې کار روان دى او تر پوره غور او څېړنې وروسته به د سولې یوه داسې ولایتی شورا جوړوی، چې د سولې په برخه کې په رښتینې توګه کار وکړاى شی.
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.