خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
انګلستان دلیبیا دمشر قذافی شتمنۍ کنګل کوی

زمان تقریبی مطالعه: 1 دقیقه
انګلستان دلیبیا دمشر قذافی شتمنۍ کنګل کوی .
دانګلستان ټیلی ګراف ورځپاڼې نن راپور ورکړ چې بریطانیه به په دغه هیواد کښې دلیبیا دواکمن معمر قذافی شتمنۍ چې په میلیارډونو سټرلینګ پونډونه کیږی کنګل کړی .
دانګلستان د مالیې وزارت یوه ډله جوړه کړی ده چې په بریطانیه کښې دلیبیا دواکمن قذافی شتمنۍ په ګوته کړی چې پکښې دبانک حسابونه او دلندن د لس میلیونه پونډو په ارزښت اقتصادی جایدادونه وغیره شامل دی .
دانګلستان دحکومت یوې سرچینې وویل زمونږ لومړیتوب دادی چې له لیبیا دانګلستان ښاریز وباسو او له هغه وروسته مونږ چمتو یوو چې دقذافی شتمنۍ کنګل کړو او په دې خبرې کار روان دی .
په انګلستان کښې دلیبیا دواکمن دمیلیارډونو سټرلینګ پونډونو شتون دغه خبره ثابتوی چې امریکا ، انګلستان او نورو اروپای هیوادونو ددنیا داکثرو دیکتاتورانو ملاتړ کوی او دهغوې په میلیارډونو ډالره په خپلو هیوادونو کښې ساتی چې له خپلو هیوادونو یې غلا کړی دی .
بل خبر داچې امریکا برون دلیبیا پرضد دبندیزونو او نورو پابندیانو دسختولو کار پیل کړی او له انګلستان ، فرانسې او ایټالیا سره په سلامشورو بوخته ده چې دمعمر قذافی لخوا دخلکو دځپلو په کله کوم ډول سمدستی ځواب ورکړی .
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.